1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چین ولسمشر د طالبانو د سفیر باورلیک منلی

۱۴۰۲ بهمن ۱۱, چهارشنبه

د چین ولسمشر په رسمي ډول د طالبانو د حکومت له خوا د وراستول شوي سفیر باورلیک منلی دی. نوموړی د یوه بهرني هیواد لومړنی مشر دی چې د طالبانو د حکومت له خوا د نومول شوي سفیر باورلیک مني.

https://p.dw.com/p/4brQw
Südafrika | Xi Jinping beim BRICS Gipfel in Johannesburg
د یوه بهرني هیواد لومړنی مشر دی چې د طالبانو د حکومت له خوا د نومول شوي سفیر باورلیک مني.انځور: GIANLUIGI GUERCIA/Pool via REUTERS

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې مولوي اسدالله چې په بلال کریمي مشهور دی، د بیجینګ ښار د خلق په لوی تالار کې د ۴۱ نورو هیوادونو له سفیرانو سره یوځای د چین ولسمشر ته خپل باورلیک وړاندې کړ.

شي جین پینګ د یوه بهرني حکومت لومړنی مشر دی چې په رسمي مراسمو کې د طالبانو د ادارې د سفیر باورلیک مني.د طالبانو د حکومت د لومړي وزیر مرستیال ملا محمد حسن اخند تېر کال په کابل کې د چین د نوي سفیر باورلیک منلی و.

تر اوسه هېڅ هېواد  د طالبانو نظام د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت نه دی پیژندلی، خو د اسيا په څو هېوادونو کې د طالبانو له لوري ټاکل شوي ډيپلوماتان او سفيران منل شوي او کار کوي.

چین یو له هغو هېوادونو څخه دی چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او د طالبانو تر ادارې لاندې له افغانستان سره تر ټولو لوی سوداګریز شریک ګڼل کېږي.

په کابل کې د چینایي ښځې او میړه هټۍ

د طالبانو اداره د ښځو او نجونو پر حقونو د پراخو بندیزونو د لګولو له امله د نړیوالې ټولنې له سختو نیوکو سره مخ ده.

د کړکېچ نړیوالې ډلې پرون په یوه راپور کې وویل چې د طالبانو اداره هڅه کوي چې له سیمه ایزو لوبغاړو سره نږدې اړیکې ټینګې کړي او سیمه د امنیت او اقتصاد په برخه کې له طالبانو سره خبرو ته اړتیا لري.

دغې څېړنیزې ډلې ویلي دي چې لوېدیځ قدرتونه باید د دا ډول هڅو ملاتړ وکړي او یا لږ تر لږه د دوی په وړاندې خنډ نه شي.