1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چین او هند ترمنځ سرحد کي نوې شخړه

۱۴۰۱ آذر ۲۳, چهارشنبه

د دغو دواړو هیوادونو په شخړه ایز سرحد کي یو وار بیا نښتي رامنځته سوي دي. هند پر چین تور لگوي چي غواړي د پولي وضعیت ته تغییر ورکړي.

https://p.dw.com/p/4KvQo
Indien Arunachal Pradesh Grenzkonflikt mit China
انځور: MONEY SHARMA/AFP

د هند د دفاع وزیر راجنات سینګ په حواله په دغو نوو نښتو کي په دواړو خواوو کي خلک ټپیان سوي دي. سینګ په پارلمان کي د خپلي یوې وینا پر وخت وویل چي دغه پیښه تیره اونۍ لا رامنځته سوې ده.

سینګ زیاتوي چي د چين سرتیري د هند قلمرو ته ننوتلي او هڅه یې کړې چي د یانگتسې رود ته نیژدې د شخړه ایز سرحد وضعیت ته تغییر ورکړي. په همدې دلیل رامنځته سوو نښتو په ترڅ کي، په دواړو خواوو کي سرتیري په سرسري ډول ټپیان سوي دي. بلاخره د قوماندانانو ترمنځ لیدنه کتنه وسوه او بیرته حالت عادي سو.

د چین د پوځ د مشرتابه ویاند د هند له خوا دغه ډول تورونه رد کړي دي. هغه د هند پر پوځ تور لگوي چي په غیرقانوني ډول له سرحدي کرښي اوښتي او د چین د سرحدي گزمې مخنیوی یې کړی دی. د چین پوځ په مسلکي ډول غبرگون ښکاره او حالت یې بیرته باثباته کړ.  

Indien Arunachal Pradesh Grenzkonflikt mit China
هندي سرتیري له چین سره سرحد کی د گزمې په حال کيانځور: Anupam Nath/AP/picture alliance

د سرحدونو پر سر شخړو د هند او چین ترمنځ اړیکي له لسیزو راهیسي ترینگلي کړي دي. پیکينگ د ځان له پاره د شاوخوا ۹۰ زره کیلومتره مکعب هغي ساحې دعوا کوي چي د نوي ډهلي ترکنترول لاندي ده. په ۱۹۶۲م کال کي دواړو اټومي قدرتونو د همالیا سرحدونو ته نیژدې حتی یوه لنډه جگړه هم کړې وه.

په ۱۹۶۷م کال کي یو وار بیا خونړۍ نښتي رامنځته سوې. د تیري جمعې رامنځته سوې پیښه له ۲۰۲۰م کال راهیسي، کله چي د چین سرتیرو سره په نښته کي ۲۰ هندي عسکر ووژل سول، تر ټولوغټه پیښه شمیرل کیږي. همدارنگه په هغه وخت کي د چین سرتیري هم ووژل سول خو پیکينگ یې د شمیرو په هکله څه نه دي ویلي.

وروستۍ شخړه د هند په شمالي ایالت اوتاراکنډ کي چي له چین سره گډه پوله لري، د هند او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ تر گډو نظامي عملیاتو وروسته پیل سوه. پیکينگ د دغو گډو تمریناتو په مقابل کي په غوسې سره غبرگون وښود.

GP/NZ/DW.Online