د چاودنې له امله د کابل او څو ولايتونو برېښنا پرې شوې
۱۴۰۰ مهر ۳۰, جمعهد دغې مهمې پاېې تخریب د دې لامل شو چې د پنجشنبې په ورځ د کابل او ګاونډيو ولایتونو بریښنا پرې شي. د افغانستان د بريښنا ادارې ويلي دي چې تخنيکي ډله يې سیمې ته استولې، که چیرې وضعیت مناسب وي نو دغه کلیدي پایه به ترمیم کړي.
د برېښنا په دغې پایه کې د چاودنې دليل تر اوسه روښانه نه دی. په تیر کې هم د افغانستان د پخواني حکومت د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړو کې د بريښنا پايې په پرله پسې تخريب کیدلې.
که چیرته دغه چاودنه په سازمان کړل شوې توګه ترسره شوي وي، نو دا به پر طالبانو باندې چې په افغانستان کې د ثبات د رامنځ ته کولو له پاره هڅې کوي، یوه ضربه وي.
افغانستان تر ډيره له ازبکستان، تاجيکستان او ایران څخه پر وارداتي بريښنا متکي دی. د افغانستان د برېښنا شبکې چې د ګاونډیو هیوادونو له پاره د لوړ اهميت څخه برخمنې دي، په پر له پسې توګه د وسلوالو هدف ګرځيدلي دي.
طالبانو د پخواني حکومت چې امریکا له ملاتړ څخه برخمن وو، پر وړاندې يې د شل کلنې جګړې پر وخت په کراتو د افغانستان پر بريښنايي زیربناو حملې کړي دي.
خو له هغه وخته چې طالبان واک ته رسیدلي، ژمنې يې کړي چې امنیت به تامين کړي. خو دا په داسې حال کې ده چې د تیرو څو اوونیو په جريان کې د «اسلامي دولت» يا داعش خراسان څانګې چې طالبانو سره دښمني پالي، څو ځله په افغانستان کې خونړي بریدونه ترسره کړي دي.
دویچه ويله د/م.ک.ص./ب.ص.