د پکتیکا د برید د قربانیانو هویت به اړه بیلابیلې ادعاوې
۱۳۹۵ فروردین ۲۰, جمعهد پکتیکا د ولایتي شورا غړي نعمت الله بابري، ویلي دي: «د ګومال وسلوالۍ په نعمت آباد سیمه کې د امریکایي ځواکونو له خوا د بې پیلوټه الوتکو بریدونو د یوه قومي مشر په ګډون ۱۷ ملکي کسان وژلي دي.»
هغه ویلي دي چې لومړی برید د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د اپريل ۶مه نېټه) یو موټر په نښه کړی چې د حاجي روزالدین په نوم یو مشر په ګډون یې په هغه کې سپاره ټول ۱۲ کسان وژلي دي. هغه زیاته کړې ده چې په همدې ورځ د لومړي برید له سیمې څخه څو کیلومتره لیرې دوو نورو بریدونو بیا پنځه تنه کلیوال وژلي دي.
د ولایتي شورا یوه بل غړي فضل الرحمان کټوازي، بریدونه او ملکي تلفات تایید کړي خو روښانه کړې یې ده چې د وژل شویو کسانو د شمیر په اړه دقیق شمیرې په لاس کې نه لري.
هغه ویلي دي: «موږ د معلوماتو د ترلاسه کولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ یو. هلته تلیفونونه کار نه کوي. ځایي حکومت یوازې د ولسوالي د مرکز کنترول په لاس کې لري. نورې سیمې د طالبانو په کنترول کې دي.»
دا په داسې حال کې ده چې د پکتیکا ولایت پولیسو او نړیوالو ځواکونو ټینګار کړی دی چې په بریدونو کې یوازې طالب جنګیالي وژل شوي دي.
د پکتیکا ولایت د پولیسو قوماند جنرال زوراور زاهد، ویلي دي: «هیڅ کوم ملکي کس نه دی وژل شوی.»
په کابل کې د نړیوالو ځواکونو یوه ویاند هم ویلي دي چې په بریدونو کې د کوم ملکي وګړي د وژل کیدو په اړه شواهد په لاس کې نه شته.