1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ننگرهار: په اچين کي په لسونو داعشيان وژل سوي

۱۳۹۴ اسفند ۴, سه‌شنبه

افغان چارواکي وايي چي د امریکا د هوايي ځواک په مرسته ئې په تيرو دوو ورځو کي په لسونو داعشيان وژلي دي. د ننگرهار ولايت وياند ويلي دي چي په اچین ولسوالۍ کي د داعش پرضد عمليات روان دي.

https://p.dw.com/p/1I0Mp
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

افغان امنيتي ځواک له مياشتو راهيسي تلاښ کوي چي د ننگرهار ولايت له اچين ولسوالۍ څخه چي له پاکستان سره سرحد ته نژدې پرته ده، داعشيان پر شا کړي.

د ننگرهار ولايت وياند عطاالله خوږياڼي، ويلي دي چي په تازه پيښو کي د داعش تر ۳۰ زيات جنگيالي وژل سوي دي: «د داعش هغه جنگيالي چي په مهمند درې کي راټول سوي ول، د امريکا د بې پيلوټه الوتکي په يوه يرغل کي وژل سوي دي.»

هغه ويلي دي چي د دوشنبې په ورځ د داعش لږ تر لږه ۲۲ جنگيالي په دغه سیمه کي وژل سوي دي. خو د امریکايي ځواکونو یوه وياند د تلفاتو په اړه څه نه وويل.

سمونوال مايکل لاورن، ويلي دي: «تيره ورځ د ننگرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کي د تروريزم ضد عمليات سوي دي. خو د عملياتو د امنيتي دلايلو په سبب موږ د تروريز ضد عملياتو په اړه بحث نه کوو.»

خوږياڼي ويلي دي چي ۱۵ تنه نور بيا له افغان امنيتي ځواکونو سره په مخامخ جگړه کي وژل سوي دي. خو دغه شمېر تائيد سوی نه دئ.

له هغه راهيسي چي په افغانستان کي د داعش پرضد امريکايي ځواکونو ته د هوايي بمباريو اجازه ورکړه سوې ده، بې پيلوټه الوتکو ۱۲۸ بمباره کړي دي.