د پولیسو پر کاروان د طالبانو کمین اوه تنه سرتیري وژلي
۱۳۹۸ فروردین ۲۴, شنبهد افغانستان د غور ولايت د والي ویاند عبدالحی خطیبي د یادې پیښې په تړاو وویل چې د طالبانو دغه کمین او په پایله کې یې وسلواله نښته د جمعې په ورځ تر غرمې وروسته رامنځ ته شوې ده. نوموړي همداراز وویل چې له طالبانو سره په دې جګړه کې د وژل شوو سرتیرو سربیره دوه تنه نور د پولیسو سرتیري او یو ملکي وګړی ټپیان شوي دي. د نوموړي په وینا په دې پیښه کې د طالبانو څلور تنه جنګیالي هم وژل شوي دي.
د والي ویاند په خپلو خبرو کې همدا راز وویل چې د طالبانو د کمین په پایله کې د دې ولایت د امنیې قوماندانۍ د عملیاتو آمر فقیر احمد نوري هم د وژل شوو کسانو په ډله کې دی.
طالبان چې اوسمهال د هیواد شاوخوا نیمايي برخه تر خپلې ولکې لاندې لري، کابو هره ورځ پر افغان امنیتي ځواکونو او دولتي اهدافو بریدونه کوي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ۱۷ کلنې اوږدې جګړې د پای ته رسولو له پاره د حل لارې موندلو په موخه تر اوسه پورې له امریکايي چارواکو سره څو ځله خبرې اترې هم کړي دي.
AP / KH-NS