د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر: د قطر په خبرو کې پرمختګ شوی
۱۳۹۷ اسفند ۲۱, سهشنبهاعلان
شاه محمود قریشي، د سه شنبې په ورځ په اسلام آباد کې د آلمان د بهرنیو چارو له وزیر هایکو ماس، سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې دغه څرګندوني وکړې.
که څه هم قریشي د خپلو څرګندونو په اړه ډیر معلومات ور نه کړل، خو هغه وویل: «پاکستان په افغانستان کې ټول اړخونه هڅولي دي چې یو له بل سره کښېني او یو له بل سره معني داره ډیالوګ وکړي.»
د امریکا متحده ایالاتو د استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو د استازو تر منځ د قطر په پلازمینه دوحه کې رواني خبري اترې تر هغه اوږدې شوي چې مخکې پلان شوې وې.
امریکا متحده ایالاتو له پاکستان څخه غوښتي دي چې د سولي له بهیر سره مرسته وکړي چې د افغانستان جګړې ته د پای ټکی کښیښودل شي. دا په داسې حال کې ده چې طالبان اوس هم له افغان حکومت سره له مستقیمو خبرو اترو ډډه کوي.