1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اردوغان د مهاجرت پر موضوع بروکسل ته ځي

۱۳۹۸ اسفند ۱۷, شنبه

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان غواړي چې دوشنبه (د مارچ ۹مه) بروکسل ته ولاړ شي. يونان د ترکيې په سرحد کې، د زرونو مهاجرو مخه نيولې او په سلونو يې نيولي دي. په نيول شوو کسانو کې تر ټولو ډير يې افغانان دي.

https://p.dw.com/p/3Z1Oa
Griechenland nahe Grenze Evros-Fluss Polizei verhaftet Migranten
انځور: picture-alliance/AP Photo/G. Papaniko

د اسوشتيد پريس خبري آژانس د ترکيې د ولسمشر د دفتر له قوله ليکي چې بروکسل ته د اردوغان سفر، د مهاجرو پر سر د ترکيې او اروپايي ټولنې ترمنځ د راوتلې نوې شخړې په تړاو ترسره کيږي. ويل شوي چې اردوغان به يوه ورځ په بروکسل کې وي.

د ترکيې د ولشمرۍ دفتر له خوا په يوې خپرې شوې اعلاميه کې راغلي چې ارودوغان به د مارچ په ۹مه نيټه بروکسل ته سفر وکړي. خو دا يې نه دي ويلي چې هغه به خپل وخت د بروکسل په کوم ځای کې تيروي. بروکسل د اروپايي هيواد بلجيم پلازمينه ده چيرته چې د اروپايي اتحاديي مرکز دی. بروکسل ته د اردوغان سفر د مهاجرت موضوع په تړاو، د انقرې تر وروستي اعلان وروسته کيږي.

انقرې تيره اوونۍ اعلان وکړ چې نور په خپلو پولو کې د اروپا پر لور د تلونکو مهاجرو مخه نه نيسي. تر دغه اعلان وروسته، په زرونو مهاجر د يونان پولې ته رسيدلي دي.

په مقابل کې يونان په خپلو سرحدونو کې د تاوتريخوالي ضد پولیس او سرحدي ساتونکي ګمارلي تر څو د يونان خاورې ته هم د وچې او هم د اوبو له لارې د مهاجرو د داخليدو مخه ونيسي.

Türkei Tränengaseinsatz gegen Flüchtlinge an der Grenze zu Griechenland
يوناني عسکر د مهاجرو د مخنيوي له پاره اوښکې بهونګي ګاز کارويانځور: picture-alliance/AA/H. M. Sahin

 د ترکيې د ولسمشر دفتر له خوا دغه اعلاميه څو ساعته وروسته له هغې خپره شوه، چې په کرواسيا کې د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډې کې ترکيه په دې تورنه شوه چې هغه له ناهيلو مهاجرو څخه د «سياسي اهدافو له پاره کار اخلي.»

د اروپايي اتحاديې د بهرنيو چارو وزيرانو ومنله چې ترکيې ميليونو مهاجرو ته ځای ورکړی دی، خو زياتوي چې د دغې اتحاديې ۲۷ غړي، له مهاجرو څخه د ترکيې سياسي ګټه اخيستنه، په پوره ځواک سره ردوي. د بهرنيو چارو وزيران وايي چې د اروپايي اتحاديې په بهرنيو سرحدونو کې وضعيت د منلو وړ نه دی.

يوناني چارواکي وايي چې د تيرې اوونۍ په جريان کې يې د يونان خاورې ته د اوښتو څه باندې ۳۸ زره مواردو او هڅو مخه نيولې ده. دوی وايي چې په دې جريان کې يې ۲۶۸ تنه نيولي هم دي چې تر ټولو ډير يې افغانان او يوازې ۴ سلنه يې سوريايان دي.

د تيرې اوونۍ په جريان کې د ترکيې او يونان ترمنځ سرحد کې د مهاجرو د ناوړه وضعيت په اړه رپوټونه ورکړل شول. په رپوټونو کې د تاوتريخجنو پيښو لکه د يونان امنيتي ځواکونو له خوا پر مهاجرو د اوښکو بهونکو ګازو د استعمال او د مهاجرو له خوا پر امنيتي ځواکونو د ډبرو وارولو يادونې هم شوي دي.