1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ولسمشریزو ټاکنو د رایې اچونې بهیر پیل شو

۱۳۹۸ مهر ۶, شنبه

نن د شنبې په ورځ د ولسمشریزو ټاکنو بهیر د شدیدو امنیتي تدابیرو په نیولو سره پیل شو. د ټاکنو کمیسیون او امنیتي بنسټونو ټاکنو ته له وړاندې نه د چمتوالی خبر ورکړی وو. طالبانو بیا د ټاکنو په ورځ د بریدونو ګواښ کړی وو.

https://p.dw.com/p/3QOD5
Afghanistan Kabul - Wahl (Archivbild)
انځور: Imago/Xinhua/A. Massoud

نن د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د سپتمبر میاشتې په ۲۸مه نیټه) په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو بهیر د شدیدو امنیتي تدابیرو په نیولو سره پیل شو. د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د هیواد امنیتي بنسټونو دغو ټاکنو ته له وړاندې نه د چمتو والي خبر ورکړی وو. په  ورته وخت کې طالبانو دغه ټاکنې رد کړې وې او له خلکو یې غوښتي وو چې په ټاکنو کې په برخه اخیستو خپل ژوند په خطر کې وانه چوي. طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ټاکنو په ورځ د بریدونو ګواښونه هم کړي وو.

د نورو حکومتي چارواکو ترڅنګ اوسني ولسمشر محمد اشرف غني، چې په دغو ټاکنو کې نوماند هم دی د رایې اچونې پرمهال وویل چې تیر کال جمهوریت د افغانستان په ملي قاموس کې په یوه کلیدي کلمه بدل شوی وو او د افغانستان ټولو خلکو جمهوریت اساسي ګڼلی وو. غني وویل: «په ټاکنو کې برخه اخیستل د ښاریانو له لوري اساسي قانون ته د درناوي په معنی ده.»

د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته ۱۸ نوماندانو ځانونه نومولي دي چې له دې ډلې یې یو شمیر د نورو مخکښو نوماندانو په ګټه له خپلې نوماندۍ لاس په سر شول. د اوسني ولسمشر ترڅنګ د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم د ولسمشرۍ څوکۍ ته ځان نومولی دی.

Afghanistan Kabul - Wahl (Archivbild)
انځور: Imago/Xinhua/A. Massoud

په عین حال کې امنیتي بنسټونو په افغانستان کې ۷۲ زره امنیتي او دفاعي ځواکونه د جمهوري ریاست د ټاکنو د امنیت ساتلو له پاره ګومارلي دي او ډاډ ورکوي چې د ټاکنو امنیت به په ښه توګه ونیسي. 

د ټاکنو د کمیسیون د معلوماتو په اساس، د روانو ولسمشریزو ټاکنو له پاره شاوخوا ۹ میلیونه افغانانو نوم لیکنه کړې چې نن به د افغانستان د نوي ولسمشر د ټاکلو له پاره د رایې اچونې صندوقونو ته ولاړ شي. خو داسې اندیښنې هم موجودې دي چې د طالبانو د ګواښونو له کبله به په دغو ټاکنو کې د خلکو ونډه د تمې خلاف کمه وي. 

په دغو ټاکنو کې که چیرته هیڅ نوماند له ۵۰ سلنه څخه ډیرې رایې تر لاسه نه کړي، ټاکنې دوهم پړاو ته داخلیږي او د لومړیو دوو مخکښو نوماندانو ترمنځ به بیا ټاکنې کیږي. 

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په تیرو ټاکنو کې د بې قانونۍ او درغلیو پیښې دغه ملي پروسه تر پوښتنې لاندې راوستې وه او دا ځل هم یو شمیر نوماندانو او سیاسي څیرو په دغو ټاکنو کې د درغلیو خبرداری ورکړی وو. شنوني په دې باور دي چې خراب امنیتي وضعیت او د ټاکنو په بهیر کې درغلۍ به د دغو ټاکنو پر وړاندې یو لوی خنډ وي.