1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د هنگري يوې ژوزناليستي مهاجر په لغتو وهلي

۱۳۹۴ شهریور ۱۸, چهارشنبه

د هنگري د يوه تلويزيوني چېنل د يوې فيلم اخيستونکي پر هغه کړنه باندي چي د فيلم اخيستلو پرمهال ئې د مهاجرو کوچنيان په لغتو وهلي په ټولنيزو شبکو کي سخت غبرگونونه را وپارېدل. دغه ښځه اوس له کاره گوښه سوې ده.

https://p.dw.com/p/1GTgk
انځور: Reuters/M. Djurica

له صربستان سره په سرحد کي د هنگري په «روسکه» ښارگوټي کي يوه ډله مهاجر له پوليسو سره لاس و گرېوان ول چي له دغي سيمي ځانونه وباسي او ژوناليستانو له دغي پيښي فيلم اخيست.

په دغه وخت کي يو مهاجر چي يو کوچنی ئې هم په غېږ کښي وو له پوليس ځان ختا کړ او ځغاستل ئې، کله چي دغي فيلم اخيستونکي ته ور نژدې سو او د هغې ومخي ته په ځغاسته تېرېدی دې پښه ورته کښېښودل او دغه مهاجر له خپل اولاد سره پر مځکه ولوېد.

په يوه بله ويډيو کي بيا ښوول کيږي چي دغي ښځي د فيلم اخيستلو پرمهال د پوليسو او مهاجرو تر منځ په اړو دوړ کي د مهاجرو کوچنيان په لغتو وهل.

په ټولنيزو شبکو کي د دغو ويډيوگانو په خپرېدو سره سخت غبرگونونه راوپارېدل او بالاخبره د N1TV تلويزيوني چينل مسئولانو غبرگون وښود او اعلان ئې وکړ چي له دغي فيلم اخيستونکي سره به د کار قرارداد ختم کړي او له دندې به گوښه سي.

د هنگري په دغه کوچني ښار کي چي له صربستان سره په سرحد کي دی د بالکان له لاري لومړی مهاجر دغه ښار ته رسږي. دوی بيا کوښښ کوي چي له دغه ځايه ځانونه د هنگري پلازمېني بوداپست ته ورسوي او وروسته بیا د اروپا نورو هيوادونو ته سفر وکړي.

هنگري اوس له صربستان سره په سرحد کي د اغزن سيم دېوال جوړ کړی او ويلي ئې دي چي د داسي قانون پر جوړولو لگيا دي چي که څوک له دغه دېواله تېر سي او ونيول سي تر درو کلونو پوري به بندي سي. پر دغه فکر باندي سختي نيوکي سوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب