1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هنگري کي د پوليسو او مهاجرو ترمنځ زورزياتی

۱۳۹۴ شهریور ۱۷, سه‌شنبه

د هنگري او صربستان په سرحد کي د مهاجرو په کمپ کي پوليس په دې نه وتوانېدل چي د پلازمېني پر لور د مهاجرو د تگ مخه ونيسي. په سونو مهاجر د بوداپست پر لور پر پښو روان سول.

https://p.dw.com/p/1GSbI
انځور: Reuters/M. Djurica

د دوشنبې په ماښام د هنگري او صربستان په سرحد کي د «روسکه» کمپ نزدې زرو مهاجرو چي ښځي او کوچنيان هم پکښې شامل ول د پوليسو کلا ماته او د بوداپست پر لور ئې د پر پښو حرکت هڅه وکړه.

د مهاجرو يوه سل کسيزه ډله له سرحد څخه د بوداپست پر لور پر لويه لار پر پښو روان سول او پوليسو لويه لاره د موټرو پرمخ وتړله او پناه غوښتونکو ته ئې لار ورکړه چي ولاړ سي.

روسکه له بوداپسته ۱۸۰ کيلومتره ليري دی. دغو پناه غوښتونکو چي په روسکه کي ئې د پوليسو کلا ماته کړه هلته ئې له راجستر کولو څخه ډډه کوله. داسي ښکاري چي دوی هم بوداپست ته په رسېدو سره بيا نورو غربي هيوادونو ته ځانونه ورسوي.

د رويترز خبري آژانس د راپور له مخي په «روسکه» کمپ کي د پوليسو او مهاجرو ترمنځ تاوتريخوالي کي پوليسو اوښکي بهونکې سپرې هم کارولې ده.

ډيری مهاجر چي غواړي د جنوب ختيځي اروپا (بالکان) له لاري د اروپا غربي هيوادونو ته ځانونه ورسوي لومړی روسکه ته رسيږي. يوه مياشت دمخه دغه کوچني ښار ته هره ورځ تر زرو پوري مهاجر رسېدل.

د روان کال له پيل راهيسي هنگري ته ۱۶۷زره پناه غوښتونکي رسېدلي دي. هنگري د مهاجرو د ورمات بهير په کنترول کي پاته راغلی دئ.

دغه هیواد د مهاجرو د مخنيوي له پاره له صربستان سره په سرحد کي ۱۷۵ کيلومتره اوږد فلزي دېوال جوړ کړ. پر دغه دېوال باندي چي ۳۰ ميليونه يورو لگښت راغلی د مهاجرو مخه ئې نه ونيولای سوای.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب