1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د هندوستان پر دوه زره مربع کيلومتره ځمکه چين قبضه کړې»

۱۴۰۱ بهمن ۱۰, دوشنبه

د هند د کانګرس ګوند مشر د مودي حکومت ته د چین په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې چین په ختیځ لداخ کې د هند شاوخوا ۲۰۰۰ مربع کیلومتره خاوره نیولې ده. خو د مودي حکومت دا خبره ردوي.

https://p.dw.com/p/4MsQt
Iniden Rahul Gandhi Vorsitzender oppositionelle Kongresspartei
انځور: Altaf Qadri/AP/picture alliance

په هند کې د اپوزیسیون کانګرس ګوند مشر راهول ګاندي ويلي، چې د چین په اړه د مودي حکومت له خوا تعقیب شوې لاره خورا خطرناکه ده او که چیرې په دې اړه خبرې ونه شي نو کيدای وضعیت به له کنټرول څخه ووځي.

د هند اپوزیسیون ګوندونو تل د چین د مسئلې په اړه د پارلماني بحث غوښتنه کړې، خو د مودي حکومت له دې کاره انکار کوي.

د چین او هند ترمنځ سرحد کي نوې شخړه

راهول ګاندي د هند تر کنترول لاندې د جمو او کشمیر په سرینګر کې د خپل »بهارت جوړو یاترا« يا د »هندوستان يوځای کړئ« په نوم ولسي غورځنګ په وروستي پړاو کي یو مطبوعاتی کنفرانس ته وویل: «زه  بیا ځلي وايم، چې حکومت د چینایانو له خوا زموږ د ځمکې اشغالول نه مني، خو د انکار دغه پالیسي تعقیبول خورا خطرناک دي. دا پالیسي به هغوي وهڅوي چې نور هم په شدت سره عمل وکړي.»

روسيه: ناټو د هند او چين تر منځ «ستونزې» زيږوي

هغه وويل: «زما په اند له چينايانو سره د معاملې لاره دا ده چې له دوی سره په ټينګه چلند وشي او دا روښانه شي چې دوی زموږ په خاوره کې ناست دي او دا هغه څه نه دي چې موږ به يې ونه زغمو.»

راهول ګاندي وویل، چې د مودي حکومت داسي ښيې چې چینایانو له هند څخه هیڅ ځمکه نه ده نيولي. نوموړي دغه راز وویل: «ما په دې وروستیو کې له یو شمیر پخوانیو سرتیرو سره ولیدل او حتی د لداخ یوه پلاوي په څرګنده وویل چې د هند ۲۰۰۰مربع کیلومتره خاوره د چینایانو له خوا نیول شوې ده.»

هغه وويل، په سرحدي سيمو کې ډېرى د ګزمې ساحې، چې پخوا د هند په ولکه کې وې، اوس د چين تر کنټرول لاندې دي. د خپل دغه ولسي غورځنګ په بهير کې، راهول ګاندي څو ځله د دې مسلې په اړه خبرې کړې دي.

Indien Himalaya l Eiskunst, Cafeteria "Mini-Kolosseum". Ladakh
انځور: Mohd Arhaan ARCHER/AFP

په هندي رسنیو کې د خپرو شویو راپورونو له مخې، د اپر لداخ د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي د لومړي وزیر نریندرا مودي، د کورنیو چارو وزیر امیت شاه او د ملي امنیت سلاکار اجیت دوول په حضور کې وړاندې شوي خپل راپور کې ویلي: «د قراقرم له درې څخه ترچومور پورې د ګزمې ۶۵ ساحې دي، چیرې چې هندي امنیتي ځواکونه په منظمه توګه ګزمې کوي. خو د محدودیتونو او يا د ګزمو د نه ترسره کيدو دله کبله، موږ د ګزمې له  ۶۵ ساحو څخه ۲۶ يې له لاسه ورکړي دي.»

د چين پولې ته څېرمه د هند او امريکا ګډ پوځي تمرينونه

لومړی وزير نریندرا مودي د راهول ګاندهي ادعاوې ردوي. نوموړي راهول ګاندهي مسخره کړې او ويلي هغه تل «اوتر»وي.

د يادولو وړ ده چې په ۱۹۶۲م کې د هند او چين ترمنځ جګړه کې هند سخته ماته خوړلې وه او چين د هند ډېره سيمه لاندې کړې وه چې زياتره برخه یې اوس بيرته هند ته سپارل شوې ده.

زموږ له آرشيف څخه: