1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

هند له افغانستان سره د تست لوبې له پاره نوی کپتان معرفي کړ

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۸, سه‌شنبه

د افغانستان او هندوستان تر منځ په لومړۍ تیست لوبه کې چې د جون په میاشت کې ترسره کیږي، هندي کپتان ویرات کولي لوبه نه کوي او پر ځای به یې اجنکې رانا، د هندي لوبډلې مشري وکړي.

https://p.dw.com/p/2xMzb
Afghanistan Rashid Khan Cricketer England Lions vs Afghanistan
انځور: Getty Images/F. Nel

د هندوستان د کریکټ ادارې د سه شنبې په ورځ وویل چې د افغانستان پر وړاندې په تیست لوبه کې به د هندوستان مشري د رانا پر غاړه وي. د هندوستان د لوبډلې کپتان ویرات کولې، به په دې وخت کې په انګلستان له یوه کلب سره لوبه کوي.

د جون په ۱۴مه نیټه ترسره کیدونکي لوبه به د افغانستان له پاره د کریکټ د نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب تر لاسه کولو وروسته، لومړۍ تست لوبه وي.

هندوستان خپله وروستۍ تست لوبه له سویلي افریقا سره لوبه وکړه، چې له درو لوبو څخه یوازې یوه یې وګتله او دوه نورې یې وبایللې.