د هند په ځينو سيمو کې وچکالي له نجونو د زده کړو فرصت اخلي
د هند په ډیریو سیمو کې د اوبو کمښت د نجونو له پاره په دې معنی دی چې د مکتب پرځای په کیلومترو اوږده لاره ووهي څو د کور د اړتيا وړ اوبه برابرې کړي. وچکالي او وچې چينې کورنۍ مجبوروي چې سختې پریکړې وکړي.

د مکتب پرځای د اوبو چینو ته تلل
۱۷ کلنه راماتي مانگلا هرسهار د هند په مهاراشترا ایالت کې له کوره وزي؛ هغه له یوه فلزي لوښي سره په لوڅو پښو څو کیلومتره لار وهي، ترڅو له یوې لیرې چینې څخه اوبه راوړي. کله چې هغه بیرته کورته راستنه سي، د مکتب درسونه لا وختي پیل سوي وي. په دغه سیمه کې ډیری نجونې له ورته حالت سره مخامخې دي.
وچې چینې
د ناشیک او نندوربار د سیمو، له سختې وچکالۍ څخه اغیزمن سویو کلیو کې د اوبو چینې مخ په وچیدو دي او په دغه سیمه کې بارانونه مخ په زیاتیدونکي ډول د وړاندوینې وړ نه دي. دا کار کورنۍ مجبوروي چې د ژوند له سختو شرایطو سره ځانونه عیار کړي. په داسې حال کې چې ډیری نارینه نیژدو پرتو ښارونو ته کډه کوي ترڅو یو کار پیدا کړي، نجونو ته بیا د کور په کارونو کې اړتیا پیدا کیږي، یعني دا چې اوبه باید راوړي.
دروند بار
د اوبو راوړل داسي یو کار دی چې کیدای سي هره ورځ څو ساعته دوام وکړي او له همدې کبله د ښوونځي له پاره کم وخت پاتیږي. سیمه ائیزې ادارې اټکل کوي چې په دغه سیمه کې نیژدې دوه میلیونه انسانان هره ورځ د اوبو له کمښت سره د مبارزې په حال کې دي.
په مکتب کې د نجونو کم شمیر
دغه مکتب د یوه غیردولتي سازمان (NGO) له خوا د نندوربار د سیمې له سختې وچکالۍ سره مخامخ کلي خامپارمال کې پر مخ وړل کیږي. په هغه کې فقط یوه کوټه سته او د زده کوونکو په ډله کې یوازې یوه نجلۍ موجوده ده. په ۲۰۲۱ کال کې لا د یونسکو یو رپوټ خبرداری ورکړی و چې په اقلیم پورې اړونده گډوډۍ کولای سي په ټوله نړۍ کې په ملیونونو نجونې له زده کړو محرومې کړي.
پر نورو تکیه راتلونکی
سنگیتا سنتوشس یوې ماتې هندارې ته گوري او په عین حال کې یوه نامعلوم راتلونکي ته. ښوونکي وايي چې په تیرو کلونو کې په مکتبونو کې د سنگیتا په شان د نجونو حضور په شديده توګه راکم سوی دی، په تیره بیا د وچکالۍ پر مهال. ډیری هغه کورنۍ چې د ژوندي پاته کیدلو له پاره مبارزه کوي، نور هیڅ بل امکان نه ویني، پرته له دې چې خپلې لوڼې په کور کې وساتي او یا یې هم مخکې له وخته واده کړي.
«د مکتب کتابونه له ځانه سره ساتم»
پر نجونو د زده کړو د دزوازو تړل کيدل د پام وړ عواقب لري. د هغوی له پاره دا خطر زیاتیږي چې مخکې له وخته واده کولو او په نتیجه کې حمل اخیستلو ته مجبورې سي . د هغوی ژوند د محدودو مسلکي فرصتونو له امله د بې وزلۍ له گواښ سره مخامخ کیږي. له زده کړې پرته، نجونې او ښځې احتمال لري چې په خپلوانو یا میړونو پورې وابسته پاته سي او د خپل ژوند په هکله به پریکړې ونه سي کولای.
زده کړې که ژوندي پاته کیدل؟
په هند کې د راماتي، سنگیتا او ډیرو نورو نجونو له پاره د اقلیم د بدلون له امله د اوبو راوړل، د زده کړو او ژوندي پاتې کیدو ترمنځ انتخاب رامنځته کړی دی. خو د زده کړو نشتوالی هم د روغتیا او حفظ الصحې په اړه د لږې پوهې سبب کیږي - او نه یوازې د خپلو حقونو په اړه.