1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

د هند مسلمانان د کوويد -۱۹ کړکېچ له کبله ولې بيا رټل کيږي؟

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۶, جمعه

د رپوټونو له مخې د هند مسلمانانو ته ګواښونه او په اړه يې ناسم خبرونه ډېر شوي‌ دي. دا ځکه چې د مارچ مياشتې يوه مذهبي غونډه د ناروغۍ د خپرېدو يوه سرچينه بلل کيږي.‌ خو هندي‌ چارواکي دغه رپوټونه ردوي.

https://p.dw.com/p/3cH61
Coronavirus Indien Ahmadabad
انځور: picture-alliance/AP/A. Solanki

وروسته له هغه چې د هند حکومت د کرونا په سلګونو پېښو ته د مسلمانانو له خوا د مارچ مياشتې له يوې مذهبي غونډې سره تړاو ورکړ، په ټولنيزو رسنيو کې داسې قهرجن پيغامونه او په ناسمو خبرونو ولاړ رپوټونه خپاره شول چې له مخې يې ګوندې مسلمانانو د کرونا ويروس د خپرولو يوه توطيه جوړه کړې ده.‌

دغه تورونه هغه مهال لا پسې پياوړي‌ شول چې په نوي ډهلي کې د مسلمانانو د تبليغي جماعت يوې درې ورځنۍ غونډې سره په کرونا د ابتلا د پېښو د زياتېدو تړاو هم وموندل شو. هغه مهال يعنې د مارچ په مياشت کې تقريبا ۸۰۰۰ کسان د مولانا سعد تر مشرۍ لاندې سره راټول شوي ول.‌ په نوموړي باندې وروسته د خلکو د وژلو د نيت درلودلو او غفلت تورونه ولګول شول.په هندوستان کي د کرونا ملامتي ولي پر مسلمانانو ده؟

«هغه يو بې ساری وضعيت او يوه نامعقوله انګېرنه هم وه چې يو ديني مشر دې د چارواکو په نسبت سمدلاسه زيات معلومات ولري. لږ وخت يې ونيو څو هر څوک د وبا دغه عواقب درک کړي‌ او جدي‌ يې ونيسي. ډېر ژر بيا خلکو دا ومنله او د لارښوونو رعايت يې هم وکړ.»

دغه خبره فضيل ايوبي چې د تبليغي جماعت مدافع وکيل دی،‌ دويچه ويله ته کړې ده.

سره له دې هم په پايله کې مسلمانان رټل او ګواښل کېدل او له بايکاټونو سره مخامخ شول.‌ هند داسې يو هېواد دی چې د هندواڼو ناسيوناليزم چې حکومتي ملاتړ ورسره دی،‌ بې له دې هم د مسلمانانو په وړاندې د دښمنۍ تر حده پورې زیات شوی وو.‌

يوه روغتون ناروغان د دين له مخې سره ووېشل

په تلويزيونونو او ټولنیزو رسنيو کې درز راوستونکو او تفرقې ته لمن وهونکو بحثونو او د اسلام ضد څرګندونو دغه اور ته لا زيات تېل وراچولي دي.‌ په لسګونو جعلي ويډيوګانې خپرې شوې دي چې مسلمانان پکې ګوندې د ټولنیز واټن له مقرراتو څخه سرغړونه کوي او په نورو حتی ګويا لاړې تو کوي، په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کيږي. د دغسې ويډيوګانو سربېره د کرونا وبا پر مهال تاوتريخجنې پېښې هم رامنځ ته شوې دي.‌ په نوي دهلي کې يو مسلمان د يوې قهرجنې ډلې له خوا ووهل او وټکول شو، مشتريان به ځينو دکانونو ته نه پرېښودل کېدل،‌ خلکو له مسلمانانو څخه د شيانو د رانيولو انکار کړی دی او يوه روغتون آن د کرونا ناروغان د دين له مخې سره وېشلي دي. تېره اوونۍ پوليسو د هند په سويل چېنای ښار کې د يوې نانوايۍ چلونکی نيولی دی چې مسلمانانو ته د کار نه ورکولو خبره يې ښکاره اعلان کړې وه.

سره متضاد رسمي غبرګونونه

د لومړي وزير، نرندرا مودي د بهاراتيا جناتا ګوند يا بي جی پي ځينو غړو چې د هندوانو ناسيوناليزم ته لمن وهي، په ښکاره پر مسلمانانو باندې د ويروس د خپرولو تور لګولی دی. بيا هم مودي د اپريل په نولسمه نېټه دغو تورونو ته غبرګون وښود او په يوه بيانيه کې يې ټينګار هم وکړ چې ټول هنديان بايد په ګډه د ويروس پر ضد مبارزې ته ملا وتړي.‌ مودي‌ پر خپله لينکداين پاڼه وليکل:‌‌ «کوويد -۱۹ نه توکم، دين، رنګ،‌ طبقې، مذهب،‌ ژبې يا پولو ته ګوري مخکې له دې چې څوک مبتلا کړي.‌ زموږ ځواب او چلند بايد ځکه يووالي او ورورولۍ ته لومړيتوب ورکول وي. موږ دا هر څه په ګډه ګالو.»

د دهلي ښار د لږکيو د کميسيون رئيس،‌ ظفر الاسلام،‌ د مسلمانانو د ټولنې ستونزې او غږونه بدرګه کړي‌ دي. خو د مياشتې په پیل کې هندي چارواکو د هغه په وړاندې د بېلتون پالنې قضيه جاري‌ کړه ځکه چې د کويټ له حکومت څخه يې د تويتر د لارې د هندي‌ مسلمانانو د ننګې له کبله مننه کړې وه.

وبا او له وخت مخکې قضاوتونه

کارپوهان داسې فکر کوي چې وباوې تل د خلکو تر منځ بدګمانيو ته لمن وهي ځکه چې بېلابېلې ټولنې پر بهرنيانو يا د ټولنې په حاشيه کې قرار لرونکو خلکو باندې پړه اچوي.

«د کړکېچ پر مهال،‌ خلک خپل هويت ته ورګرځي او د خپلو ستونزو له پاره نور خلک ګرم بولي.» دغه خبره عاصم علي کوي چې په نوي‌ ډهلي‌ کې د سياسي څېړنو د مرکز څېړونکی دی.‌ نوموړی زياتوي چې «وباوې د پړې اچولو اوږده سابقه لري،‌ چې په ۱۴مه پېړۍ کې له طاعون مرض څخه شروع کيږي‌ چې پر يهودانو باندې يې د څاګانو د مسمومولو او د عامل د خپرولو تور پورې شوی وو.»

ښاغلي ظفر الاسلام خان بيا دويچه ويله ته ويلي دي چې د کرونا وبا «تر مخه هم مسلمانان حاشيې ته بيول شوي ول.‌ د حاکم ګوند او رسنيو يوه برخه تل له هر حالت څخه ګټه اخلي څو مسلمانان د خاينانو په صفت معرفي کړي، چې د هند دپاره ګواښ او ستونزه بلل کيږي.»

نوموړی زياتوي چې «ما د خپل هېواد په اړه هيڅ بل بهرني حکومت او سازمان ته شکايت نه دی کړی او نه په راتلونکي کې د دې قصد لرم.» د هغه په خبره «زه د زړه له کومي هېواد پال يم او په بهر کې مې تل له خپل هېواد څخه دفاع کړې ده.‌ خو بيا مې هم په خپل هېواد کې د ستونزو په خاطر غږ پورته کړی دی.»

په دې سربېره هم د بي جی پي ګوند د ملي چارو وياند، نالين کوهلي پر ښاغلي خان نيوکه کړې چې د هند په کورنيو چارو کې د بهرنۍ مداخلې «بلنه» يې ورکړې ده. د ياد ګوند حقوقپوه راموير بيدهوري ويلي دي چې «هغه د هېواد يووالی او بشپړتيا په خطر کې اچولي او هڅه يې کړې چې د هند سېکولار نوم بد او د هندوانو او مسلمانانو تر منځ قهر خپور کړي.»

د مسلمانانو په سر اوسنی کړکېچ وروسته له هغه دوام لري چې په فبرورۍ مياشت کې د مسلمانانو ضد د تابعيت قانون په وړاندې د نوي ډهلي په آخ و ډبونو کې څه باندې ۵۰ تنه ووژل شول.

د دې له پاره چې د کرونا ويروس خپرېدنه راکمه کړي، هند په مارچ مياشت کې عمومي ګرځبنديز هم پلی کړ.‌ له دې کبله ډېر خلک حيران ول او په دې نه پوهېدل چې يو ويروس څنګه کولی شي‌ د هغوی پر ژوند داسې ژور اغېز پرې باسي. هند دا مهال د ابتلا ۷۸ زره موارد لري‌ چې د مړو شمېر يې ۲۵۵۱ تنو ته رسيږي.‌

مورالي کريشنان/ن ص/ ګ پ

زموږ له آرشیف څخه: