1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هندوستان کي د کرونا ملامتي ولي پر مسلمانانو ده؟

۱۳۹۹ فروردین ۲۷, چهارشنبه

افراطي هندو مذهبه نشنلسټان هم په عام محضر او هم اجتماعي شبکو کي د مسلمانانو پرضد تبلیغات کوي، خلګ راپاروي او د «کرونا جهاد» څخه خبري کوي. په خبره یې مسلمانان دغه ویروس شیوع کوي او غواړي هندوستان ته تاوان ورسوي.

https://p.dw.com/p/3awmE
Coronavirus Indien Ahmadabad
انځور: picture-alliance/AP/A. Solanki

د ۱۳۰۰ ميلیونه هندوستانیانو له پاره د کرونا په خاطر وضع سوو قیوداتو د اعلان څخه د هغه تر تطبیقولو پوري فقط څلور ساعته وخت په کار ؤ. داسي چي د مارچ د ۲۴ مي څخه عامه ژوند فلج دی او عامه ترانسپورټ نور هیڅ حرکت نه کوي. په ميلیونو روزانه کارګران چي د ښارو څخه باید خپلو کلو ته تللي وای، په دې وسیلې سره خپلو کورونو ته نسي تللای او پر لاري بند پاته دي.

د هندوستان د حکومت شعار هم دادی چي «په کورونو کي پاته سئ، د خلګو د تماس څخه پرهیز وکړئ او لاسونه پرې مینځۍ.» په دې ډول سره د هندو نشنلسټ حزب، بي جي پي څخه صدراعظم ناریندرا مودي که څه هم ددې خبري فیصله کړې ده، تر څو د کرونا د خطر د ساتلو څخه د متوسط قشر توقعاتو ته مثبت جواب ووايي، خو دغه شعار د اکثرت هندوستانیانو ضرورتونه نه رفع کوي: ځکه ۸۰ تر ۹۰ فیصده هندوستانیان په غیر رسمي څانګو کي کارونه کوي، چي نه صحي بیمه، نه تقاعد او نه هم د حوادثو یوه بیمه لري. تر ټولو دمخه د ښارونو د غریبانو په ناحیو کي اکثره دغه روزمزد کارګران هلته ژوند کوي، کله کله په یوه خونه کي په لس هاوو تنه.

Indien Neu-Delhi Hazrat Nizamuddin Dargah
په نوي ډيلي کې د حضرت نظام الدين درګاهانځور: DW/S. Gosh

هغوی ته چي حتی اوبه هم نه رسیږي، نو د کرونا په خاطر ورته وضع سوو قیوداتو نور هم تاوان رسولی دی. دا چي هغوی روزانه مزدوران دي او که کار ونه کړي، نو د هغې ورځي معاش هم پلاس نه راوړي.

د دې له پاره چي دا خبره له خلګو څخه هیره کړي، افراطي هندو مذهبه نشنلسټان، چي ورسره د بی جي پي حاکم نشلسټي حزب د پارلمان وکیلان هم شامل دي د مسلمانانو پرضد تبلیغات کوي او خلګ تحریکوي، چي د کرونا ویروس هغوی قصداً خپروي. په دې ډول سره هغوی غواړي اکثریت هندواڼو، د هغه صدراعظم او اقتصاد ته یې تاوان ورسوي. هغوی وايي، مسلمانان قصداً پر نورو باندي ټوخی کوي او ځیني ملایان خو دې کار ته خلګ تشویقوي.

داسي یوه مفکوره، چي په اجتماعي شبکو کي هم ورته لمن وهل کیږي. هغوی د کرونا مرکز د نوي ډیلي د مسلمانانو د نظام الدین ناحیه بولي، کومه چي د صوفیانو د زیارتونو او کباب پخاطر ډیره مشهوره ده.

په هندوستان کې تر دې مخکې هم وخت ناوخت د هندوانو او مسلمانانو تر منځ اخ و ډبونه رامنځ ته شوي دي. په همدې موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم کتلی شئ!