د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
پوتين ترمپ ته د زيات ديالوګ وړانديز وکړ
د روسيې ولسمشر، ولاديمير پوتين، خپل امريکايي سيال دونالد ترمپ ته د زياتو خبرو اترو وړانديز وکړ. کريملين ترمپ ته د نوي کال په پلمه د لېږل شوي يوه خط په حواله وويل چې پوتين د يوې «پراخې اجنډا» لرونکو خبرو اترو ته چمتو دی. د دغو لويو قدرتونو تر منځ اړيکې سره له دې چې د ترمپ په نفع د امريکا په انتخاباتو کې د روسيې د لاسوهنې تور موجود دی، بيا هم سړې شوې دي.
په فيليپين کې سيلابونو مرګ ژوبله اوړلې
په فيليپين کې د ځمکې د ښويېدنې او سيلابونو له کبله له شلو څخه زيات کسان وژل شوي دي. د فيليپين په ختيځ کې پرتو په اغېزمن شوو سيمو کې ډېر کسان لا بې درکه دي چې کېدای شي د قربانيانو شمېر لا پسې لوړ شي. چارواکو دا هم ويلي دي چې څه باندې ۲۲ زره انسانان بې کوره شوي دي.
کيم جونګ اون جنوبي کوريا ته د سفر اعلان کړی دی
د شمالي کوريا واکمن، کيم جون اون، غواړي چې په نوي کال کې په لومړي ځل د جنوبي کوريا پلازمېنې سئول ته سفر وکړي. د جنوبي کوريا ولسمشر، مون جاي اين، ته په يوه استول شوي ليک کې راغلي دي چې د سفر هدف د کوريا د نيمه ټابو بې اتومي کول دي. ديکتاتور مشر، کيم، تاسف هم څرګند کړ چې د پخواني توافق خلاف يې په ۲۰۱۸ کال کې جنوبي کوريا ته سفر ونه کړ.
طالبانو له افغان حکومت سره خبرې رد کړې
د طالبانو ډلې د رهبرۍ یوه غړي له رویټرز خبري آژانس سره په خبرو کې په سعودي عربستان کې له افغان حکومت سره د سولې د خبرو اترو وړاندیز رد کړی دی. تمه کیدله چې دغه خبرې اترې به په راتلونکي میاشت کې په سعودي عربستان کې ترسره شي. د طالبانو دې مقام ویلي دي چې د سولې د خبرو اترو د لړۍ د دوام له پاره به له امریکایې استازو سره وويني.
په بنګله دېش کې انتخابات د تشدد په فضا کې تر سره کيږي
په بنګله دېش کې نن پر تقريبا سل ميليونو وګړو باندې غږ شوی دی چې نوی پارلمان دې وټاکي. د انتخاباتو کمپاين له اول سره د تشدد او د اپوزيسيون پر ضد له زور د کاراخيستنې تر سيوري لاندې راغلی وو. د ټاکنيزو مرکزونو تر پرانيستلو د مخه هم د هېواد په جنوب ختيځ کې د حکومت او اپوزيسيون د پلويانو تر منځ نښته وشوه چې دوه تنه پکې مړه شول.
هالنډ له آلمانه د شکمن ترهګر ورسپارل غوښتي
د هالنډ د روتردم ښار پوليسو د آلمان په ماينڅ ښار کې د يوه شکمن نيول شوي ترهګر ورتسليمېدل غوښتي دي. دغه ۲۶ کلن سوريايي تبعه د شنبې په ورځ نيول شوی وو. تر دې مخکې د هالنډ پوليسو د هغه هېواد په بندري ښار روتردم کې څلور تنه نيولي ول چې د معلوماتو په حواله له «غير غربي» هېوادونو څخه راځي. د راپورونو په حواله دغې ډلې يوه بريد ته آمادګي نيوله.