د نړۍ مهم خبرونه په متن او انځور کې
د اپل ساعت د خاشقجي وژنه ثبت کړې ده
ويل کيږي چې د سعودي حکومت منتقد، جمال خاشقجي د ترکي رسنيو د يوه راپور په حواله د اپل په يوه ساعت سره خپله وژنه ثبت کړې ده. د ترکيې «صباح» ورځپاڼې په حواله دغه ژورناليست د سعودي عربتسان قنسولګرۍ ته د ننوتلو پر وخت د اپل ساعت د ثبتولو تڼۍ وهلې ده. هغه موبايل چې تر قنسولګرۍ مخکې انتظار ويستونکې خپلې کوژدې ته يې ورکړی وو، له دغه ساعت سره همغږی شوی وو. په دې ډول د قتل پر وخت غږونه ښايي ټول ثبت شوي وي.
خليلزاد قطر کې له طالبانو سره کتلي دي
د «وال سټریټ ژورنال» ورځپاڼې په حواله قطر ته د خليلزاد سفر په تیرو څلورو میاشتو کې دویم ځل دی چې د امریکا او طالبانو تر منځ نیغ په نیغه خبرې ترسره کیږي. ورځپاڼې دا خبره د جمعې په ورځ (د سپټمبر میاشتې په ۱۲) د «باوري سرچينو» په حواله کړی ده. د طالبانو وياند، ذبيح الله مجاهد، ژورناليستانو ته يوه خبرپاڼه استولې ده چې پکې له خليلزاد او نورو امريکايي چارواکو سره دغه ليدنه تائيد شوې ده.
په تخار کې چاودنې لږ تر لږه ۱۴ تنه وژلي
د افغانستان په شمال کي پر يوې تاکنيزي غونډي باندې د موټرسايکل په واسطه تر سره شوي بريد لږ تر لږه ۱۲ انسانان وژلي دي. د بريد مسؤليت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخيستی. د آلمان خبري آژانس د خبر له مخي چاودنه د بلخ ولايت په رستاق ولسوالۍ کي د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر ۱۳مه) رامنځ ته شوه. د ولايتي شورا غړي اعظم افضلي ويلي دي چي په دغه بريد کي لږ تر لږه ۱۶ انسان ژوبل شوي هم دي.
په برلين کې د «نه بېلېدونکي» تر شعار لاندې مظاهره وشوه
د آلمان په پلازمېنه برلين کې د يوې پرانيستې او پيوستون لرونکې ټولنې په پلويتوب لويه مظاهره او لاريون پيل شوی دی. دغې مظاهرې ته د «نه بېلېدونکي» په نوم ټلوالې بلنه ورکړې وه. انتظار کيږي چې ۴۰ زره کسان به پکې ګډون ولري. مظاهره چيانو دغه شعار ورکاوه: «په زور يې وواياست، په څرګنده يې ووايئ، موږ ټول سره نه شو بېلېدای.» په ځينو پلاکاتونو باندې د تعصب ضد شعارونه ليکل شوي ول.
آلماني بانکونو د سود لوړېدل غوښتي دي
د آلمان د بانکونو فدرالي اتحاديې د اروپا له مرکزي بانک څخه غوښتي چې د منفي سود کچه دې پای ته ورسوي. د بانکونو د اتحاديې رئيس هانس والتر پېترس د اندونيزيا د بالي ټاپو کې د نړيوال بانک او نړيوال وجهي صندوق د کلنۍ غونډې په څنډه کې وويل چې دغه حالت ستونزې زېږوي. اروپايي بانکونه کال کې اوه نيم مليارډه يورو جزايي سود مرکزي بانک ته ورکوي، په داسې حال کې چې د امريکا مرکزي بانک يې هيڅکله هم غوښتي نه دي.
ځمکښويدنې په اندونيزيا کې ۲۲ تنه وژلي
د اندونيزيا په شمالي سوماترا ولايت کې د سختو سيلابونو او د ځمکې د ښويدنې له کبله لږ تر لږه ۲۲ تنه وژل شوي دي. د قربانيانو په ډله کې د يوه مکتب ۱۱ شاګردان هم راځي. د بېړنۍ ژغورنې د ډلې وياند وويل چې دغه مکتب تر خاورو لاندې شوی دی. د دغې اوونۍ د نيمايي راهيسې د ماندايلينګ ناتال په نوم سيمه کې سخت اورښتونه جريان لري، چې له کبله يې ۲۴ کلي سيلابونو او ځمکښويدنو ځپلي دي.