د نړۍ مهم خبرونه له انځور سره
په قطر کې د طالبانو استازو له خلیلزاد سره کتلی دي
په قطر کې د طالبانو استازو د افغانستان د سولې له پاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د دریو ورځو له پاره په مسلسله توګه خبرې کړي دي. په دې اوږدو خبرو کې د هرات ولایت له پاره د طالبانو پخواني والي خیرالله خیرخواه او د طالبانو یوه پوځي قوماندان محمد فضل ګډون هم درلود. د طالبانو د ډلې دغه دواړې څیرې تر دې وړاندې د امریکا متحده ایالاتو تر څار لاندې په ګوانتانامو زندان کې زنداني وو.
د یوه زاړه آلماني کس د قتل په تور یو افغان مهاجر نیول شوی دی
د آلمان په ویتنبورګ کې یو ۸۵ کلن سړی په خپل کور کې د چړې په یوه برید کې وژل شوی دی. د شویرین په نامه د ښار څارنوالۍ د یکشنبې په ورځ وویل چې د پیښې تورن کس یو ۲۰ کلن افغان پناه غوښتونکی دی چې په آلمان کې یې د پناه غوښتنه رد شوې ده. چارواکو ویلي چې تورن کس د پولیسو له لوري نیول شوی دی. د قتل دغه پیښه د شنبې په شپه شاوخوا ۲ بجې رامنځ ته شوې ده.
په پاکستان کې د پولیسو یو بل پخوانی چارواکی وژل شوی
د پاکستان پولیسو ویلي چې ناپیژاندو وسلوالو په کویټه ښار کې د پولیسو یو پخوانی چارواکی په ډزو وژلی دی او په تیښته بریالي شوي. وژل شوی کس نعیم کاکړ ښوول شوی او تر دې وړاندې هغه د بلوچستان ایالت د پولیسو مشر وو. د معلوماتو له مخې کاکړ په دې وروستیو کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ له پاره فعالیت کاوه. د دې پیښې مسوولیت د پاکستاني طالبانو د تحریک ډلې په غاړه اخیستی دی.
په لوګر کې د سړک غاړې چاودنې حکومتي چارواکي وژلي
د افغان چارواکو په حواله د افغانستان په ختیځ ولایت لوګر کې د سړک په غاړه کې ځای پر ځای شوي بم دوه تنه سیمه ایز چارواکي وژلي دي. د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزي ویلي چې د لوګر د برکي برک ولسوالۍ مرستیال او د دغې ولسوالۍ د ملي امنیت ادارې مشر هغه مهال د سړک په غاړه د یو ځای پر ځای شوي بم د چاودنې په پایله کې ووژل شول چې د خپل کاري دفتر پر لور روان و.
د هندوستان په پنجاب ایالت کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې
د هندوستان د پولیسو په حواله د یکشنبې په ورځ د هندوستان په پنجاب ایالت کې د یوې مذهبي غونډې پرمهال چاودنه شوې چې په پایله کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او شاوخوا لس تنه نور ټپیان دي. د دغې سیمې د پولیسو یوه جګپوري افسر سوریندر پال سنګ پارمار رسنیو ته ویلي چې په دې پیښه کې درې تنه وژل شوي او لس تنه نور بیا ټپیان دي. نوموړي چارواکي زیاته کړې چې د پیښې په تړاو پلټنې پیل شوي دي.
فعالان: په سوریه کې هوايي برید په لسهاوو ملکیان وژلي
د بشري حقونو فعالان وايي چې د سوریې په شرق کې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو په یوه هوايي برید کې لږ تر لږه ۴۳ تنه وژل شوي دي. په لندن کې میشت د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې د اسلامي دولت د ډلې سربیره، په دې برید کې د ۱۷ ماشومانو او ۱۲ میرمنو په ګډون ګڼ شمیر ملکیان وژل شوي دي. دغه برید د عراق پولې ته څیرمه د حاجین په کلي کې د داعش ډلې د کنترول په سیمه کې شوی دی.