1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د مطبوعاتو آزاديآسیا

د نړۍ نیږدې نیمايي جلاوطنه خبریالان د افغانستان دي

پروانه علی زاده ژباړه: امید دیدار
۱۴۰۵ خرداد ۲۹, جمعه

د بې پولې خبریالانو سازمان په یوه رپوټ کې ویلي، چې د دغې بنسټ په مرسته ۶۷۷ افغان خبریالانو د امنیتي ګواښونو له امله افغانستان پریښی.

https://p.dw.com/p/5Fiox
Symbolbild I Journalismus
انځور: Jonas Walzberg/dpa/picture alliance

د بې پولې خبریالانو د بنسټ دغه رپوټ په نړیواله کچه د رسنیو د ازادۍ د شاخص یو اندېښمنوونکی تصویر وړاندې کوي.

د دغې رپوټ پر بنسټ چې نن جمعه د جون پر ۱۹مه د کډوالو د نړیوالې ورځې په درشل کې خپور شوی، په تېرو پنځو کلونو کې د نړۍ له څه باندې ۶۰ هېوادونو څخه ۱۴۸۶ خبریالان اړ شوي چې خپل هېوادونه پرېږدي؛ چې نږدې نیمایي یې افغانان دي.

هغه ۶۷۷ افغان خبریالان چې د بې پولې خبریالانو د سازمان په ملاتړ له افغانستانه وتلي، اوس د نړۍ په ۲۸ هېوادونو کې ژوند کوي. په دې توګه، افغانستان په هغه هېواد بدل شوی، چې په نړۍ کې د جلاوطنه خبریالانو لوړې شمېرې لري.

طالبانو د خپلې شاوخوا پنځه کلنې واکمنۍ پر مهال په دغه هېواد کې پر رسنیو او رسنوالو مخ پر زیاتېدونکي محدودیتونه او سخت مقررات لګولي دي. له همدې امله، د افغانستان په کورنیو رسنیو کې خپلواک، انتقادي او له سانسوره پاک فعالیت نږدې ناممکن شوی دی.

آیا پر رسنیو محدودیتونه به لیرې که لا پسې ډیر شي؟

د دې راپور له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې له هېواده د افغان خبریالانو وتل خپل اوج ته رسېدلي و، چې پکې ۱۸۳ خبریالانو هېواد پرېښود. دغه راز، په تېر زیږدیز کال کې هم ۸۲ خبریالانو افغانستان پریښی.

د دې سازمان په وینا، په تېرو پنځو کلونو کې د هغو هېوادونو شمېر چې خبریالان ترې تېښتې ته اړ شوي، دوه برابره شوی؛ داسې چې په ۲۰۲۱ کال کې له ۱۹ هېوادونو څخه یې شمېر په ۲۰۲۵ کال کې ۴۰ هېوادونو ته رسېدلی دی.

د اخراج له خطر سره مخ جلاوطنه خبریالان

دا رپوټ ښيي، چې دغه خبریالان په ځینو کوربه هېوادونو کې هم د اخراج په حالت کې دي او یا هم اخراج شوي دي.

د بېلګې په توګه، د بې پولې خبریالانو سازمان یاده کړې، چې په ۲۰۲۳ کال کې په پاکستان کې د بې‌اسنادو کډوالو د شړلو په بهیر کې لږ تر لږه ۵۰ خبریالان بېرته افغانستان ته لېږل شوي دي. د بې‌پولې خبریالانو د سازمان د مالوماتو له مخې، دا مهال په افغانستان کې پنځه خبریالان د طالبانو په بند کې دي.

دې سازمان ویلي، چې د هر کال په تېرېدو سره د افغان خبریالانو له پاره انتخابونه محدودیږي او هغوی اړ کېږي، چې د رسنیزو فعالیتونو پرېښودو، له وطنه وتلو او یا هم د کار دوام او د خطر منلو کې یو وټاکي.

د بې پولې خبریالانو سازمان له کوربه هېوادونو غوښتي، چې د جلاوطنه خبریالانو له پاره قانوني، مالي او د ظرفیت لوړونې ملاتړ چمتو کړي او سپارښتنه یې کړې، چې له ګواښ سره مخ خبریالانو او د هغوی کورنیو ته دې اوږدمهاله او د تمدید وړ ویزې ورکړل شي.

هدفي وژنې او د خبریالانو مخ پر زیاتیدونکې اندیښنې

پروانه علی زاده د افغانستان له پاره د ډویچه ویلې د دري ژبې په برخه کی کار کوي.