1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ناټو د کلیزي پرمهال د ترمپ او ماکرون ترمنځ شخړه

۱۳۹۸ آذر ۱۳, چهارشنبه

د ناټو د اویایمي کلیزي په ویاړ جوړه سوې غونډه کي ترمپ د فرانسې جمهوررييس توهین کړ، خو هغه بیا ظاهرأ په صمیمیت سره ترمپ ته جدی اخطارونه ورکړل. ترکیې هم د سوریې په موضوع کي ناټو ته اخطار ورکړی.

https://p.dw.com/p/3UCeo
London NATO-Gipfel Macron und Trump
انځور: Reuters/L. Marin

د بریتانیا ملکې اصلأ هیڅ علاقه نه درلوده، چي د ناټو ټوله غړي د ماښام ډوډۍ ته دعوت کړي او د شاهي کورنۍ په بېکن هایم ماڼۍ کي يې په اصطلاح د ولاړي ډوډۍ تهیه کړې وه. د امريکا د متحده ايالاتو جمهوررييس، دونالد ترمپ په دې مناسبت خپله میلمستیا په دوبي کي لا جوړه کړې وه. 
دوهمه جلسه د بریتانیا د صدراعظم سره په حکومتي ودانۍ کي پلان سوې وه. خو هلته هم صدراعظم بوریس جانسن نه غوښتل، چي خصوصأ د امریکا د جمهوررييس سره ماښام یوځای تیر کړي. شاید هم د بریتانیا د انتخاباتي مبارزې په منځ کي هغه بیره درلوده ، چي د ترمپ سره گډ عکس واخلي. لویي مظاهرې هم تر سره نه سوې ، ځکه داسي معلومیږي، چي د ترمپ مخالفین نور ستړی سوي وي. دا هم په داسي حال کی ده، چي په دوبي کي لا په سلهاوو زرو کسانو د دغه اتحاد پر ضد سړکونو ته راوتلي ول. 

UK Nato-Gipfel
انځور: picture-alliance/AP Photo/Yui Mok

په جلسه کي تر ټولو د توجه وړ خبره د پرون غرمې د مخه د ترمپ او ايمانويل ماکرون تر منځ لفظي مشاجرې وې. ترمپ ویلي ول، چي د ماکرون دا خبره، چي ناټو د «مغزي سکوت» سره مخامخ او مړه ده، پر هغه یې انتقاد وکړ او دا کار  یې «بد او بې احترامي» وبلله. په خبره یې فرانسه تر ټولو ډیر ناټو ته ضرورت لري، بې له دې چی د هغه جزییات ورکړي. 

ماکرون دا خبره هم وکړه، چي ترمپ نه باید تل د ناټو په ارتباط د پیسو خبره وکړي. د امریکا پر دې عمل باندي، چي د نورو غړو سره یې بې له مشورې څخه د سوریې د شمال څخه عسکر راایستلي دي، هم انتقاد وکړ. هغه پر ترکیه باندي هم انتقاد وکړ او ویې ویل، چي دغه هیواد تر ډیره وخته پوري د داعش د ملاتړ کونکو سره گډ کار کړی دی او اصلأ څنگه دا ممکنه ده، چي ترکیه دي روسي »ايس ۴۰۰« ډوله دافع هوا سيستم راونیسي، په داسي حال کي چي د ناټو په اساسنامه کي په وضاحت سره راغلي دي، چي د اتحاد څخه دباندي نه باید وسلې واخیستل سي. اردوغان باید ددې موضوع وضاحت ورکړي. 

UK NATO-Treffen in London l Stoltenberg, Trump und Johnson
انځور: picture alliance/AP Photo/F. Seco

خو بیا د ترکیې جمهوررييس، رجب طیب اردوغان اخطار ورکړی دی، چي که ناټو د ترهگرۍ په باب د ترکي تعریف سره ملگرتیا ونه کړي، نو  گډه اعلامیه به امضأ نه کړي. معنی دا چي کوردی،YPG  سازمان دي د یوه ترهگري سامان په حیث په رسمیت وپيژني. خو د ناټو اکثریت غړي، تر ټولو دمخه بیا ماکرون اصلأ د دې فکر لا نه کوي او وايي، چي د سوریې د شمال دغه کوردي سازمان د داعش پر ضد د جنگ اصلي بار پر اوږو وړی دی. د ناټو د اویایمي کلیزي په مناسبت دغه جلسه کي په مجموع کي سخت تشنج حاکم وو.