1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«دموسیقۍ دخپرولو او ښځو سره د اړیکو په توردخبریالانو نیول»

۱۴۰۳ اردیبهشت ۶, پنجشنبه

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي دي چي طالبانو په خوست ولایت کي د راډیويي رسنیو درې کارکوونکي د موسیقۍ خپرولو او له ښځینه اوریدونکو سره د تلیفوني اړیکو نیولو له امله نیولي دي.

https://p.dw.com/p/4fBey
Symbolbild Exil-Journalismus/Schutz von gefährdeten Journalist*innen | Afghanistan
انځور: Thomas Koehler/photothek/picture alliance

 

د افغانستان د خبریالانو مرکز د چهارشنبې په ورځ په یوې اعلاميه کي ویلي دي چي دغه درې خبريالان د رواني اونۍ د دوشنبې په ورځ، لومړی د خوست ولایت د طالبانو د امر بالمعروف ریاست ته احضار او وروسته نیول سوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دغو دریو خبریالانو د نیولو له امله په اندېښنې سره، پرته له قیدوشرطه د هغوی د آزادیدو غوښتونکی سوی دی.

دغه مرکز د یوې سرچینې په حواله ویلي دي چي لومړی د « اقرأ» د خلکو ږغ او «ناز»د راډیو گانو مدیران د یوې گډي غونډي په بهانه د طالبانود امربالمعروف ریاست ته راغوښتل سوي وه. په اعلامیه کي زیاته سوې ده چي د دغو دریو راډیو گانو د مدیرانو د نشتوالي په صورت کي، نوموړي درې خبریالان دغي غونډي ته ورغلل.

د طالبانو ادارې له رسنیو څخه د سرغړوني چارو ته د رسیدگۍ کمېسیون د دغه رپوټ د خپرولو تر وخته، د دغي نیونې په هکله د دویچه ویله پوښتنو ته جواب نه دی ويلی. د طالبانو چارواکي معمولاً د نیونو په هکله معلومات نه ورکوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز، د واتساپ په یوه گروپ کي د طالبانو د امربالمعروف ریاست ته منسوب سوي پیغام یو عکس خپور کړی دی، چي په ظاهر کي د طالبانو امر بالمعروف ریاست په خوست کي د رسنیو د دریو کارکوونکو نیول تائید کړي دي. 

په دغه پیغام کي راغلي دي چي دغه خبریالان د نوموړي ریاست د موسیقۍ د خپرولو د بندیز او له ښځو سره د اړیکو د نیولو په هکله له سپارښتنو څخه د سرغړوني له امله نیول سوي دي او وروسته به محکمې ته معرفي سي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د راډیو د دغو دریو همکارانو نیول کیدل، غیرقانوني او د ټولنیزو رسنیو د قانون خلاف یو عمل بولي. 

څارونکي وايي چي د هرې ورځي په تیریدو سره پر خبریالانو او رسنیو محدودیتونه لا پسي شدید کیږي.

د افغانستان د خبریالانو د مرکز اجرایوي مدیر احمد قریشي، د دویچه ویلي په "آشتي" خپرونه کي دا خبره تائید کړه چي پر محدودیتونو سربیره، زورواکي خلک هم په انفرادي ډول پر رسنیو باندي د محدودیتونو په راوستلو لاس پوري کوي.

طالبانو پر رسنیو باندي د بندیزونو په لړ کي، لومړی د موسیقۍ پر خپرولو بندیز ولگاوه او وروسته د دغي ډلې سیمه ایزو چارواکو په خوست کي په خپرونو کي د ښځو ږغ او همدارنگه یې د ښځینه اوریدونکو تلفوني اړیکي منع اعلان کړې.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپله اعلامیه کي د رسنیو له پاره د طالبانو ټول امرونه غیرقانوني بللي او د هغوی د لغوه کیدو غوښتنه یې کړې ده.

آیا په افغانستان کې رسنۍ د بندیدو له ګواښ سره مخ دي؟

GP/NZ/Ahmady