1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو ډوبیدل د مهاجرت نه بلکې د بشري حقونو کړکیچ دی

۱۳۹۷ آذر ۲۰, سه‌شنبه

د سمندرونو د څار یا (Sea-Watch) په نامه د پناه غوښتونکو د ژغورنې آلماني سازمان د بشري حقونو د ورځې په مناسبت د هغو مهاجرو یادون کوي چې د مهاجرت پر لار په مدیترانې سمندر کې ډوب شوي او مړه شوي دي.

https://p.dw.com/p/39r60
Malta Rettungsschiff Sea-Watch 3
انځور: picture-alliance/dpa/Sea Watch e.V.

د دوشنبې په ورځ (دسمبر میاشتې پر۱۰ نیټه) پر ټولنیزو رسنیو او ورځپاڼو سربیره باندې د ۲۴ ساعتونو له پاره د «#زموږ_مړي» (#ourdead) ترنامه لاندې یو هشتګ هم په لاره اچولی شوی، څو د هغو کسانو يادون وکړي چې د مهاجرت پر لار مړه شوي دي.

په دې توګه د هغو کسانو یادون هم شوی چې د روان کال په جون میاشت کې وروسته له هغې چې ایټالیا د کښتیو له پاره خپل بندرونه وتړل، په اوبو کې ډوب شوي او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

د سمندرونو د څار یا (Sea-Watch) په نامه د پناه غوښتونکو د ژغورنې آلماني سازمان په اوبو کې د ډوب شوو کسانو په هکله د ملګرو ملتونو شمیرو ته په پام سره وویل چې له جون میاشتې راهیسې په مدیترانه سمندر کې ۸۰۰ مهاجرو په اوبو کې د ډوبیدو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ژغورونکې ډلې ټینګار کوي چې په دې برخه کې ریښتیني شمیرې له دې هم لوړې دي او د دې دلیل دا په ګوته کوي چې د مړو هویت لا هم روښانه نه دی. دوی زیاتوي چې له همدې کبله د بشري حقونو د ورځې په مناسبت دوی د شمیرو په تړاو په خپلو خپرو شوو اعلامیو کې چې د ټولنیزو رسنیو او ورځپاڼو له لوري خپرې شوي، د مهاجرت پر لار د مړو شوو کسانو د نومونو پر ځای د دوی فرضي توصیفونه یاد کړي دي.

د ژغورونکې ډلې د بیلګې په توګه یادونه کوي چې په ځینو اعلامیو کې راغلي چې یو نوی زیږیدلی ماشوم مړ شوی دی. یا یو پلار د ۲۰۱۸م کال د جولای میاشتې پر لومړۍ نیټه د لیبیا په الخمس ساحل کې په اوبو کې ډوب شوی دی.

Flüchtlinge ertrunken Helfer bergen totes Baby Sea-Watch
انځور: Reuters/C.Buettner/Eikon Nord GmbH

په دې اعلامیه کې استدلال شوی چې په اروپا کې د مهاجرو د منزوي کولو سیاست له دې قربانیانو نه یوازې د دوی ژوند اخیستی، بلکې د دوی هویت یې هم ترې اخیستی دی. د دسمبر میاشتي پر۱۰ نیټه دغه اقدام له دې امله ترسره کیږي، ځکه د مهاجرو د ژغورنې د ډلو په حواله په مدیترانې سمندر کې دغه تراژیدي د دې ښکارندويي کوي چې د مهاجرت کړکیچ نه بلکې د بشري حقونو یو کړکیچ دی.

زموږ له آرشیف څخه: