1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امنیت شورا له طالبانو غوښتې چې پر ښځو د کار بندیز لغوه کړي

۱۴۰۱ دی ۲۴, شنبه

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو قوي اکثریت د جمعې په ورځ له طالب واکمنانو وغوښتل چې په غیردولتي موسساتو کې د ښځو پر کار د بندیز په ګډون، پر ښځو او نجونو له خپلو لګول شوو ټولو «ظالمانه» بندیزونو څخه فوراً په شا شي.

https://p.dw.com/p/4MBcC
د آرشیف انځور - د ملګرو ملتونو په مرکزي مقر نیویارک کې د دغه سازمان د امنیت شورا غونډه
د آرشیف انځور - د ملګرو ملتونو په مرکزي مقر نیویارک کې د دغه سازمان د امنیت شورا غونډه انځور: Loey Felipe/UN Photo/Xinhua/IMAGO

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا دغه غوښتنه د طالبانو له لوري په غیردولتی موسساتو کې پر ښځينه کارکونکو باندې د کار بندیز تر اعلان وروسته مطرح کيږي، هغه هم په داسې حال کې چې په افغانستان کې ډيری خلک د بیکارۍ، سختو اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دي او دغه هیواد بهرنیو مرستو ته شدیده اړتیا لري.

د امنيت شورا د ۱۵ غړو له ډلې ۱۲و يې په یوه ګډه اعلاميه کې ويلي دي چې د ښځينه مرستندویانو رول په افغانستان کې «سخت بشري وضعیت» ته د رسېدګۍ له پاره نهایت مهم دی، ځکه دوی کولی شي د ښځو او نجونو د ملاتړ له پاره شدېدې حياتي مرستې هغو ځایونو ته ورسوي، چې نارينه ورته لاسرسی نه لري.

ملګري ملتونه: ۳۰ ميلیونه ماشومان له سختي لوږې سره مخ دي

د امنيت شورا په درخواست کې بشري فعالانو ته د کوم خنډ پرته او د جنسیت په نظر کې نيولو پرته لاسرسي باندې ټينګار شوی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشري دا وخت جاپانی سفير، کیمیهیرو ایشیکان کوي. هغه دغه مشترکه اعلاميه د شورا د يوې غونډې تر پای ته رسېدو څخه دمخه خبریالانو ته ورسوله. په دغه غونډه کې د لسو نورو هیوادونو هر يو البانيا، برازیل، ايکوادور، فرانسه، ګابون، مالتا، سویس، بریتانیا، امریکا متحده ایالات او متحده عربي اماراتو ديپلوماتونو هم ګډون درلود.

د امنیت شورا څلورو نورو غړو چې له دغې اعلاميې څخه يې ملاتړ نه دی کړی، روسيه، چین، ګانا او موزمبيق هیوادونه دي.

«د ښځو پر کار بندیز به د ماشوم کارګرو شمیر لا زیات کړي»

د ملګرو ملتونو سازمان ویاند، ستيفن دوجاریک وويل چې د افغانستان له پاره د دغه سازمان ځانګړې استازې، رزا اوتونبایوا، شورا ته د ويډيو له لارې وويل چې د طالبانو بندیزونه د ښځو او نجونو اساسي حقونه نقض کوي او دا په افغانستان کې د «ښځو او نجونو په هکله د طالبانو له هغو ژمنو سره په تضاد کې دي چې واک ته له رسېدلو مخکې يې کړي دي.»

دوجاریک وويل چې میرمن اوتونبایوا د طالبانو د دغو تصمیمونو احتمالي منفي اغیزو ته اشاره وکړه چې په هغو کې یو هم په فوري توګه د بشري مرستو د انتقال موضوع ده.

د امنیت شورا ۱۱ کسیزې ډلې همدارنګه له طالبانو غوښتي چې په سملاسي توګه دې نجونو او ښځو ته د شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځيو او پوهنتون ته د تلو اجازه ورکړي او همدارنګه د ښځو پر حقونو او ازادیو له لګول شوو محدودیتونو څخه دې هم په فوري توګه په شا شي.

په پوهنتونونو کې د نجونو د حضور بنديز ته غبرګونونه

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د بريتانيا استازې، باربارا وودوارد، پر ټويټر ليکلي دي چې په بشري سازمانونو کې د ښځو پر کار د بندیز د يوې پايلې په توګه له پنجشنبې ورځې راهيسې «۱۵ سلنه انجوګانو په افغانستان کې خپل ټول کارونه درولي، ۶۸ سلنې يې په اساسي توګه خپل فعالیتونه راکم کړي دي.» هغې زیاته کړې چې «بشري مرستې له ښځو پرته نشي کېدای.»

د مرستندوی سازمانونو له ډلې یو هم د نجات نړیواله کميټه (CEO) ده چې له ۱۹۸۸ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت لري. له دغه سازمان څخه ديوېډ ميلبېنډ وويل چې تېرکال د دوی ۸۰۰۰ کارکونکو چې ۳۰۰۰ ېې ښځې دي، په ټول افغانستان کې د ۲ اعشاریه ۷ میلیونه ښځو او نجونو په ګډون، ۵ اعشاريه ۳ میلیون خلکو ته خدمات وړاندې کړي.

خو میليبند زیاته کړه چې د طالبانو بندیزونه سبب شوي چې دغه سازمان خپل ډیری فعالیتونه ودروي. هغه دغه څرګندونې امنیت شورا ته په یوه رپوټ کې کړي چې د اسوشتید پریس لاس ته هم رسېدلی دی.

طالبانو د نجونو تحصيل د ممنوعيت دفاع وکړه؛ جي۷ سخت غبرګون ښوولی

ميلبند زیاته کړه چې «موږ د افغانانو د لا ډيرې فاجعې د مخنيوي له پاره لاهم فرصت په لاس کې لرو خو یوازې په هغه صورت کې چې نړیواله ټولنه پريکنده، عملي او منظم کار وکړي.»

اسوشتید پریس په دې هکله په خپل رپوټ کې د مختلفو خیریه موسساتو او بنسټونو چې په افغانستان کې بشري فعالیتونه کوي، نظرونه راخيستي دي.

په دې منځ کې د نجات نړېوالې کميټې (IRC) له ملګرو ملتونو غوښتي چې طالبانو سره دې په تعامل کې پاتې شي تر څو پخوانی وضعیت په خپل حال وساتل شي کوم چې په هغه کې «ښځېنه او نارینه کارکونکي» کولی شي ټولو اړمنو افغانانو ته «په موثره توګه کار وکړي.»

افغان سوداګرې د طالبانو له خوا د نويو محدوديتونو ويره لري

رپوټ همدارنګه د ملګرو ملتونو د ماشومانو برخې (UNICEF) اجرائيه مشرې، کاترین راسل، له قوله وايي چې په انجوګانو کې پر ښځينه کارکونکو د کار بندیز، «هم غلط او هم خطرناک» دی چې دا په افغانستان کې بشري وضعیت نور هم سختوي.

هغې ويلي دي چې د یونیسف پروژو کې سږکال ۱۳نیم ميلیونه افغان ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري او تر مارچ میاشتې پورې به ۲۰ میلیونه افغانان په بحراني وضعیت کې وي او یا خوړو ته فوري اړتيا ولري. دغه راز د ۵ کلونو څخه د کم عمر ۸۷۵۰۰۰ ماشومان به سخت کمزوري شوي دي.

اسوشتید پریس/م.ک.ص./م.ن.ص.

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل