د مشورتي لويي جرگې د لومړۍ ورځي انځورونه
مشورتي لويه جرگه د ولسمشر غني په وينا پرانيستل سوه او مشر يې عبدالرب رسول سياف وټاکل سو. د جرگې د لومړۍ ورځي انځورونه.
ولسمشر غني
ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ مشورتي لويه جرگه پرانيستله او مشر يې عبدالرب رسول سياف وټاکه. دغه جرگه به څلور ورځي له طالبانو سره د سولي خبرو اترو د څرنگوالي په اړه بحثونه کوي.
دې جرگې ته د افغانستان او له افغانستان دباندي شاوخوا ۳۲۰۰ کسان راغلي دي.
د جرگې گډونوال. مخکي ويل سوي ول چي په دې جرگه کي به ۲۵۰۰ کسان گډون وکړي. خو د لويي جرگې د جوړولو کمېسيون رئيس محمد عمر داوودزي ويلي دي چي د گډون کوونکو تعداد ۳۲۰۰ کسان دي.
ويل سوي دي چي په دې جرگه کي د ښځو ونډه ۳۰ سلنه ده.
ولسمشر غني د مشورتي لويي جرگې په پرانيستلو کي گډونوالو ته وويل چي د جگړې پيټی د عامو افغانانو پر اوږو دی، نه د سياستوالو.
انځورونه
1 | 5انځورونه