1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ماشومانو له مړيني سره اړوند شربتو بندولو غوښتنه

۱۴۰۱ بهمن ۶, پنجشنبه

د ماشومانو د ټوخي شربت چې له کيميايي ترکيباتو جوړ شوي په آسيا او افريقا کي د په سلونو ماشومانو له مړیني سره اړوند بلل شوي دي.د روغتیا نړیوال سازمان اوس دهغو شرکتونو په اړه پلټنه پیل کړی چې د ټوخی شربت تولیدوي.

https://p.dw.com/p/4MgdG
Gambia Banjul Todesfälle durch Einnahme von verunreinigten Hustensäften aus Indien
انځور: MILAN BERCKMANS/AFP

د روغتیا نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ د هغو درملو د له منځه وړلو د عاجل اقدام غوښتونکی سو چي په آسيا او افريقا کي د په سونو ماشومانو د مړيني اړوند بلل سوي دي.

په ۲۰۲۲م کال کې په ګامبیا، ازبکستان او اندونیزیا کې د یو ډول ټوخي شربت له کارولو وروسته تر ۳۰۰ زیات ماشومان مړه سوي دي. اکثره مړه سوي ماشومان تر پنځه کلنۍ کښته دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي: «دغه کیمیاوي مواد چې د صنعتی ترکیبونو او یخ ضد موادو په توګه کارول کیږي او حتی لږ اندازه یې هم مړینه رامنځ ته کوي، هیڅکله باید په درملو کې موجود نه وی

اړوند:آلماني ډاکټران د ناروغو ماشومانو د تشخیص لپاره کابل ته ځي

په ښکاره توګه پلټنې پیل سوي

وروسته له هغه چې په ګامبيا او ازبکستان کي زيات ماشومان مړه شول د روغتيا نړيوال سازمان له خلکو وغوښتل چې د دوو هندي درمل جوړولو شرکتونو، میډن او ماریون بیوټیک له خوا جوړ سوي د ټوخي شربت استعمال نه کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان هم خلکو ته خبرداری ورکړی چې د اندونیزیاو د څلورو شرکتونو له خوا جوړ سوی ځانګړی شربتونو څخه استفاده وه نه کړي. دغه شربتونه دي:PT Yarindo Farmatama, PT Universal Pharmaceutical, PT Konimex, PT AFI Farma.

په افغانستان کې د روغتیايي سکتور د سقوط ویره څومره حقیقي ده؟

د روغتیا د نړیوال سازمان یوې سرچینې رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې دا په هند او اندونیزیا کې د شپږو شرکتونو ترمنځ د احتمالي اړیکو په اړه پلټنه کیږي چې آیا دوی د درملو په جوړولو کې له ورته موادو څخه کار اخلي او که نه.

اړوند:ازبکستان کې د ټوخي شربت څښلو له امله ۱۹ ماشومان مړه شوي

دغه سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپورسې، ویلي دي چې د روغتیا نړیوال سازمان په ښکاره توګه کورنیو ته مشوره ورکوي چې د شربتو د پلټنو او تحقیق تر روښانه کولو پورې دی د ماشومانو له پاره د ټوخي شربت د کارولو په اړه هیڅ اقدام نه کوي او یو ځلې دي هرڅه ځان ته روښانه کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان د یوی ملي سروې د پیاوړتیا غوښتنه وکړه

د دوشنبې په ورځ، د روغتیا نړیوال سازمان له حکومتونو او درملو د تنظیم کوونکو ادارو څخه وغوښتل چې د غیري معیاري درملو تولیدات تعقیب کړي او له بازار څخه یې راټول کړي.

هندي چارواکو په ګمبیا او ازبکستان کې د ماشومانو د مړینې په تړاو د څو کمپنیو پر ضد پلټنې پیل کړي دي.

اړوند:مرستندويه سازمانونه: په افغانستان کې د سينه بغل ناروغي ډېره شوې

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي دي چې د هیوادونو د درملو خدمتونو تنظیم کوونکي ادارې باید د تولید کوونکو شرکتونو په اړه بیا کتنه وکړي او مناسبې سرچینې وټاکي ترڅو د درملو نړیوال معیارونه پوره سي.

افغانستان کې د روغتياي مرکزونو کمښت او د شخصې ډاکټرانو مرستې

af/pa (Reuters, AFP, dpa)