1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

«په افغانستان کې د سينه بغل ناروغي ډېره شوې»

۱۴۰۰ بهمن ۱۱, دوشنبه

د مرستندویه سازمانونو په حواله په افغانستان کې په دې وروستيو کې مخ پر زياتيدونکي توګه ماشومان سینه بغل کيږي. د طبي برخې د فعالانو په خبره د سږو دغه ناروغۍ پرته له درملنې د ماشومانو ژوند ته خطر پیښولی شي.

https://p.dw.com/p/46J1l
Afghanistan - Unterernährtes Kind in der Provinz Ghazni
انځور: DW/M. Aslami

د «سيف دی چلدردن» مرستندويه سازمان د دوشنبې په ورځ د آلمان په پلازمینه برلين کې د افغانستان د اوسني روغتیايي وضعیت په هکله معلومات وړاندې کړي دي. یاد سازمان په دې هکله هم معلومات ورکړي چې په افغانستان کې په سړه هوا کې تر ډیره پورې په ماشومانو کې د سینه بغل خطرناکې ناروغۍ پیښې زیاتیږي.

يادې ټولنې په دې اړه وويل چې دمګړۍ په افغانستان په ماشومانو کې دغه ناروغي ډېره خپره ده. زياته شوې چې تر دې تازه بحراني وضيعت د مخه هم په دغه هېواد کې سينه بغل تر پنځه کلنې کم عمر لرونکو هر پنځم ماشوم ژوند اخيست.

سينه بغل د نړۍ تر ټولو خطرناک ميکروبي ناروغي ده او په ځانګړي توګه هغه وخت ډېره خطرناکه کيږي چې د مثال په توګه د خوارځواکۍ له کبله د ماشومانو د بدن دفاعي سیسټم ضعيف شوی وي او د درملنې له پاره پېسې او وسايل هم نه وي.

کندهار ـ سینه بغل سږ کال ۷۹ ماشومان وژلي دي

د «Save the Children» ټولنې له خوا د ترسره شوې سروې په حواله د تیر میلادي کال په دسمبر مياشت کې تر نيمايي ډېرو پوښتل شويو کورنيو [۵۵ سلنه] روغتيايي مرستو ته لاس رسی نه درلود. زياته شوې چې علت یې د روغتيايي سیسټم پاشل کيدل ياد شوي چې د افغانستان د شتمنيو کنګل کيدل او د مرستو بنديدل یې وجه ده.

د «سيف دی چلدرن» ټولنې له خوا زياته شوې چې تر نيمايي ډېرو پوښتل شويو ويلي چې ماشومان یې په دې تېرو دوو اوونيو کې سينه بغل شوي دي.

د مرستندويه ټولنو په حواله په افغاسنتان کې دمګړۍ څه نا څه ۹۵ انسانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي. د مالي سرچینو د نشتوالي له کبله يو شمير روغتيايي مرکزونه تړل شوي دي.

د «سيف دی چلدرن» سازمان پر نړيواله ټولنه غږ وکړ چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ دې آزادي کړي او په دې هیواد کې دې د انسانانو د ژوند ژغورنې له پاره دې روغتيايي سيسټم ته اوږده ورکړي. ياد خیریه سازمان د افغانستان په لیرو پرتو سيمو کې چې روغتيايي خدمات ورته په سخته رسيږي، د سيارو کلينکونو په رامنځته کولو سره مرسته کوي.

ب. ص/ ن. ز (KNA)