1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبان د القاعده په شمول له تروریستي ډلو سره اړيکي لري»

۱۴۰۰ مرداد ۳, یکشنبه

د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا، د القاعدې او تروريستي ډلو سره د طالبانو اړيکې تائید کړې. د دغه رپوټ پر اساس، د القاعده شبکې، د منځنۍ اسیا تروریستي ډلو او د ختيځ ترکستان د ډلې غړي په افغانستان کې حضور لري.

https://p.dw.com/p/3y1da
Afghanistan Taliban Kämpfer Waffe
انځور: STR/AFP/Getty Images

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د یوې اعلاميه په خپرولو خبر ورکړی چې د ملګرو ملتونو سازمان د امنيت شورا، د خپلو تحريمونو په اته ویشتم نظارتي رپوټ کې يو ځل بیا د القاعده شبکې په ګډون د نړیوالو تروریستي ډلو سره د طالبانو د اړیکو ادامه تائيد کړې دي.

په رپوټ کې راغلي دي چې د القاعده تروريستي ډله لږ تر لږه د افغانستان په ۱۵ ختيځو او سويل ختيځو ولایتونو کې حضور لري. له دې نه علاوه د د القاعدې د هند شبه قارې ډله، د طالبانو تر کنترول لاندې ولایتونو، کندهار، هلمند او نیمروز ولایتونو په ځینو برخو کې فعالیت لري.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي دی چې د دغه رپوټ پر اساس، د افغانستان په شمال کې طالبانو سره د هغوی په وروستیو حملو کې د جهاد اسلامي ډلې په ګډون د منځنۍ آسیا د تروريستي ډلو غړي ملګري ول.

 د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت، د ملګرو ملتونو سازمان د نظارتي رپوټ په نقل زیاتوي چې دغه راز د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ غړي هم په بدخشان ولایت کې فعال دي. دغه غورځنګ چې القاعده شبکې سره دغه یوه همنظره شبکه ده د چین حکومت پر ضد جنګیږي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په افغانستان کې د امنیت شورا له خوا د طالبانو او نړیوالو تروريستي ډلو تر منځ د اړیکو د تداوم په اړه د مستند جوړنې څخه ستاینه کړې ده او طالبانو سره د سیمیزو او نړیوالو تروریستي ډلو ګډ فعالیتونه يې د سیمې او نړۍ له پاره ګواښ بللی دی.

دغه وزارت د طالبانو د «بشر ضد جنایتونو» په اړه د معتبرو او خپلواکو نړیوالو بنسټونو له خوا پر څيړنې او تحقیق ټینګار کړی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. خو دغې ډلې د د یو شمیر هیوادونو او نړیوالو سازمانونو له چاروکو سره د لیدو کاتو پر مهال تل پر دې ټینګار کړی دی چې دوی له القاعدې او نورو تروریستي ډلو سره اړيکې قطع کړي او اجازه به ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه په استفادې د سیمې او نړۍ د امنیت له پاره ګواښ رامنځ ته شي.

د افغانستان ډیری ګاونډي هیوادونه اوس مهال په افغانستان کې د جګړو په پراخیدو او شدید کیدو سره، د خپلو سرحدونو د امنیت له پاره انديښمن دي. یو شمیر ګاونډي هیوادونو په ځانګړې توګه تاجیکستان د افغانستان سره پولې ته نژدې په ځینو برخو کې ډیر ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

دویچه وله دری/م.ک.ص./ا.خ.ح.