1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ليبيا ساحلي ساتونکو ۷۵ مهاجرو نيولي

۱۳۹۸ مرداد ۱۲, شنبه

د ليبيا ساحلي ساتونکو ۷۵ مهاجر چې غوښتل يې د مديترانې سمندرګي له لارې ځانونه اروپاته ورسوي نيولي دي. ليبيا په ورستيو کلونو کې اروپا ته د غيرقانوني مهاجرتونو په يو مهم ترانزیتي هيواد اوښتی دی.

https://p.dw.com/p/3NHmj
Mittelmeer vor Libyen | Hilfsorganisation Sea-Eye rettet Migranten
آرشيفانځور: picture-alliance/dpa/Fabian Heinz/Sea-eye.org

د اسوشتيد پریس خبري آژانس په حواله، نيول شوي مهاجر د بنګله ديش، مراکش، سوماليا، الجريا او سودان هيوادونو اوسيدونکي دي.

د ليبيا د ساحلي ساتونکو وياند ايوب قاسم د شنبې په ورځ وويل دغه کسان په يوه ربړي کشتۍ کې سپاره ول چې د پلازمينې طرابلس لويديځ لور په ۱۱۰ کيلومترۍ کې ودرول شوه.

په تيرو پنځو مياشتو کې ۵۱۹ پناه غوښتونکي په مديترانې کې مړه شوي

د ویاند په خبره راګرځول شوو مهاجرو سره بشري او روغتيايي مرستې شوي او بيا په شمال لويديځ ښار زاويه کې د مهاجرو د توقیف مرکزونه ته وليږدول شول.

په ۲۰۱۱م کال کې د پخواني ديکتاتور معمر القذافي رژيم تر نسکوريدو وروسته، ليبيا د غيرقانوني مهاجرتونو له پاره پر يو ترانزيتي هيواد بدل شوی دی. مهاجر له مختلفو افريقايي هيوادونو ځانونه ليبيا ته رسوي او بيا د دغه هيواد له ساحلونو د مديترانې سمندرګي له خطرناکې لارې په عادي کشتيو کې ځانونه اروپا ته رسوي.

د ليبيا ساحلي ساتونکي هڅه کوي د دغه ډول قاچاقي مهاجرتونه مخنيوی وکړي.