د قطر تازه خبري «برخليک ټاکونکې» وبلل شوې
۱۳۹۸ تیر ۸, شنبهامريکا متحده ايالاتو او طالبان چارواکو له تازه خبرو اترو مخکې ويلي دي چې هڅه به کوي د بهرنيو ځواکونو د وتلو له پاره يو مهالوېش نهايي کړي. په بدل کې بايد طالبان ژمنه وکړي چې د هغو وسله والو ډلو مخه به نيسي چې له افغانستان څخه غواړي پر امريکا او متحدينو يې بريدونه وکړي.
د نن شنبې (۲۰۱۹م کال د جون۲۹مه) خبرې به د زلمي خليلزاد په مشرتوب کيږي چې د افغانستان د سولي د خبرو اترو په برخه کې د امريکا متحده ايالاتو ځانګړی استازی دی. نوموړي د تيرکال له اکتوبر مياشتي راهيسې د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره د خبرو شپږ پړاوونه تېر کړي دي.
يوه لوړپوړي امريکايي چارواکي ويلي دي چې «دواړي غاړي د تمي يو جدي حس لري.» نوموړي چارواکي نه غوښتل چې نوم يې افشا شي، ځکه چې د رويټرز خبري اژانس په حواله يې له رسنيو سره د خبرو کولو اجازه نه درلوده. هغه وويل چې دا يوه «برخليک ټاکونکې شېبه» ده.
«حساسه شېبه»
د متحده ايالاتو او طالبانو تر منځ خبري اوس چټکي شوي دي، ځکه چې په افغانستان کې د سپتمبر مياشتې په پای کې د ولسمشرۍ انتخابات هم تر سره کيږي.
په قطر کې د طالبانو يوه مشر چې د نوم د نه خپرېدو په شرط يې خبري کړي، ويلي دي چې «دا يوه ډېره مهمه غونډه ده.» نوموړي زياته کړه: «که افغان شخړې ته د حل په موندلو کې پاته رغلو، غواړو چې د امريکا د ولس له منتخبو استازو سره مذاکرات وکړو.»
کابل ته د يوه سفر په ترڅ کې د متحده آيالاتو د بهرنيو چارو وزير، مايک پمپيو، ويلي ول چې امريکا دې ته نزدې شوې ده چې له طالبانو سره د تروريزم ضد تضمين په برخه کې يوې موافقې ته سره ورسيږي او دا يې هم وويل چې هيله لري چې د سولې يو تړون به د سپتمبر مياشتې تر لومړۍ نېټې مخکې تر لاسه شي.
رويټرز/ن ص/ن ز