1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د فوټبال لوبو ننداره مو ښايي زړه ته تاوان ورسوي

۱۳۹۷ خرداد ۲۱, دوشنبه

په روسيه کې د فوټبال راروانو سياليو ته د دې لوبې په ميليونو مينه وال لار څاري. خو د ځينو له پار دا لوبې ښايي دردونکي او حتی وژونکي وي. څيړونو ښوولې چې د فوټبال لوبو ننداره ښايي زړه ته زيان ورسوي.

https://p.dw.com/p/2zGnD
Türkei Fußball Pokal Fenerbahce vs Besiktas
انځور: picture-alliance/AA/E. Yorulmaz

احصائيو ښوولې ده چې د فوټبال د ستري سيالۍ زياتره وخت نه يوازي د جنايي پېښو، د الکهولو د استعمال او يا د ترافيکي پېښو د ډيرښت سبب گرځي، بلکې په دې پيښو کې د زړه د حملو شمير هم زياتيږي.

احساساتي فشار نبض او فشار دواړه لوړوي. د آلمان د زړه د ناروغتياو د موسسې څخه توماس ماينرتس، وايي: «يو روغ انسان يوازې د فوټبال د يوې سيالۍ د نندارې پر وخت د هيجان له وجې په عموماً د زړه د دريدو له خطر سره نه مخامخ کيږي.»

خو هغه زياتوي چې د زړه په ناروغيو اخته کسانو له پاره دا احساساتي فشار ډير خطرناک ثابتيدلای شي او آن د مرگ له خطر سره يې مخامخولای شي.

هغه کسان چې د زړه د رگونو له ناروغتيا کړيږي، د سترس يا فشار د هارمون د اخراجيدو او د وينې د فشار زياتيدلو له وجې یې د ناروغو رگونو په ديوالونو کې کوچني درزونه پيدا کيږي چې په هغه کې وينه غوټه کيږي. همدا د وينې غوټه کيدل يا پرم کيدل د رگونو د بندیدو سبب گرځي.

د زړه عضلاتو ته بيا په کافي اندازه پاکه وينه يعني آکسيجن لرونکي وينه نه رسيږي چې دا بيا د زړه د حرکاتو يا ريتم بې نظمي رامنځته کوي او ځينې وخت په ناڅاپي ډول د زړه د بنديدو او ناڅاپي مړيني لامل هم گرځي. 

Symbolbild Sommermärchen
په ۲۰۰۶ م کال کې د فوټبال نړيوال جام سيالۍ په آلمان کې ترسره شوې وېانځور: picture-alliance/dpa

د هيجاني کيدو له وجې د زړه د دريدو خطر

د مونشن د لودوگ – ماکسيميليان  پوهنتون ساينس پوهانو هغه څيړنه چې په ۲۰۰۶ م کال کې په آلمان کې د فوټبال د نړيوال جام د سياليو پر وخت د احساساتي فشار د اغيزو په هکله شوې وه، د ډيرو د حيرانتيا سبب شوه. په دې څيړنه کې د آلمان د بيلا بیلو ښارونو د عاجلو مرستو د شعبو معلومات راټول شوي ول.

په دې کې راغلي ول چې د آلمان د فوټبال لوبډلې د لوبو پر مهال د نورو ورځو په پرتله درې چنده زيات مريضان د زړه د ناروغيو له کبله روغتونونه ته انتقال شوي ول. د زړه د رگونو په ناروغتياو په اخته کسانو کې دغه خطر کابو څلور وارې زيات وو.

په بريتانيا کې هم يوې څيړنې ورته نتايج درلودل: په ۱۹۹۸م کال کله چې د بريتانيا د خپلې سيالې لوبډلي ارجنټاين پر وړاندي لوبه وبایلله، په هغه ورځ د زړه د حملو د ناروغانو شمير د نورو ورځو په پرتله ۲۵ سلنه لوړ وو.

څرنگه د زړه له حملې ځان ساتلای شو؟

مريضان بايد له ډاکترانو سره مشوره وکړي چې آیا د وينې د فشار د کمښت اضافي دوا استعمال شي که څنگه؟ د هغو له پاره چې د زړه په مرض اخته وي، مشوره همدا ده چې د لوبې له کتلو دې صرف نظر وکړي. ځکه دومره چې سړی زيات زوريږي او په غوسه کيږي هومره یې د سترس يا فشار کچه لوړيږي او له دې سره د زړه د حملې خطر هم.

کارپوهان توصيه کوي څوک چې دا احساس کوي چې د يوې لوبې پر مهال یې که هغه فوټبال او که کرکيټ وي، د وينې فشار لوړيږي، بايد يو څو شيبې استراحت شي او ځان آرام کړي.

دا هم مهمه ده چې په آرام او منظم ډول سا واخلي. ځکه دا د فشار په ټيټوالي او همدا راز د زړه د حرکت په آرامولو کې ډيره مرسته کوي.

د الکهولو ډير استعمال هم د وينې فشار لوړولای شي. د زړه عضلات بايد د الکهولو په وينه کې د شتون له کبله په ډير زيات مقاومت سره وينه رگونو ته ور پمپ کړي چې دا عموما پر زړه فشار زياتوي. معنا دا چې زيات الکهول د زړه د حرکاتو د بې نظمۍ باعث کيدلای شي.

AFP (B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه: