د غزني په ځینو برخو کې ژوند عادي حالت ته راګرځیدلي
۱۳۹۷ مرداد ۲۴, چهارشنبهد تیرې جمعې په ورځ طالب یاغیانو د غزني ولایت د مرکز غزني ښار د نیولو په موخه همغږې ډله ایز بریدونه پیل کړل چې په پایله کې یې دغه ډله وتوانیده د یوې مودې له پاره د ښار ځینې برخې تر خپل کنترول لاندې ونیسي. د طالبانو د بریدونو په ځواب کې افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو د پرمختګ د مخنیوي په موخه تصفیوي عملیات پیل کړل او په دې وروستیو ورځو کې وتوانیدل چې طالبان له ښاري سیمو څخه وباسي.
امریکايي ځواکونو او ناټو د طالبانو پر وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو سره هوايي ملاتړ کاوو او دغه جګړه ځپلي ولایت ته یې د افغان امنیتي ځواکونو د مشورې له پاره خپل سلاکاران هم استولی وو.
د غزني د والي ویاند عارف نوري، په دې هکله د چهارشنبې په ورځ وویل چې په دې وروستیو ورځو کې د شاوخوا ۳۵ ملکي کسانو له وژل کیدو وروسته ژوند بیرته عادي حالت ته د ګرځیدو په حال کې دی. نوموړي همدا راز زیاته کړې چې لا هم د ښار یواځني ملکي روغتون ته له بیلابیلو سیمو څخه ټپیان راوړل کیږي.
په عین حال کې د غزني د جګړې پرمهال سلګونه ملکي کسان بیا د خپلو کورونو او استوګنځایونو ترک کولو ته اړ کړل شوي دي. طالبانو په وروستیو کلونو کې د ټول هیواد په کچه ګڼ شمیر ولسوالۍ نیولې او نږدې هره ورځ پر حکومتي اهدافو بریدونه کوي. پر غزني ولایت باندې د طالبانو ډله ایز برید، له امریکا متحده ایالاتو سره د سولې د ممکنه خبرو اترو له پاره د ځواک ښوول په ګوته کیږي. امریکا متحده ایالات د تیرو ۱۷ کلونو راهیسې په افغانستان کې له طالبانو او نورو یاغي ډلو سره په جګړه کې بوخته ده.