د طالبانو یو قوماندان د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوی
۱۳۹۸ تیر ۲۵, سهشنبهد فارياب ولايت د امنيه قومندانۍ وياند عبدالکريم يورش، دويچه وله ته وويل چې وسلوالو طالبانو د سه شنبې په ورځ سهار وختي (د جولای میاشتې ۱۶مه نیټه) د پښتونکوټ ولسوالۍ په نيشر سيمه کې يو ماين خښوه خو ماین د ایښودو پر مهال وچاودید.
هغه وويل: «د دغه ماين په چاودنه کې د طالبانو مشهور قومندان ملا محمد هاشمي مشهور په جندالله او يو بل طالب وژل شوي او درې تنه نور طالبان ټپيان دي.»
د يورش په خبره جندالله په سیمه کې د طالبانو يو مهم غړی وو چې د ماين جوړولو په چارو کې یې مهارت لره. دغه حکومتي چارواکي ادعا وکړه چې جندالله د ماین جوړولو چارې په پاکستان کې زده کړې وې.
د فارياب د والي وياند جاويد بيدار، هم دغه پيښه تائيد کړه. بيدار وويل چې جندالله د طالبانو د يوې شل کسيزه ډلې مشري کوله او له هغه سره بل وژل شوی طالب هم د يوې لس کسيزې ډلې مشر وو. دا په داسې حال کې ده چې د امنيې قومندانۍ د وياند په خبره بیا ملا جندالله په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د ۴۰ تنو طالب جنګياليو مشري پر غاړه لرله.
بيدار دغه راز وويل چې تيره شپه افغان امنيتي ځواکونو د پښتونکوټ ولسوالۍ په نظيرآباد سيمه کې عمليات تر سره کړل چې په ترڅ کې يې اتلسو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. جاوید وويل: «په دغو عملياتو کې ۱۱ طالبان وژل شوي او اووه تنه نور يې ټپيان دي.»
دغه ځايي چارواکي د امنیتي ځواکونو په منځ کې هم تلفات تایید کړل. افغان حکومت او طالبان ډیر وخت یو بل ته د رسولو تلفاتو په برخه کې له رسنیو سره لوړې شمیرې خپروي.
محمد کریم صالح