د طالبانو په یوه برید کې ګڼ شمیر امنیتي سرتیري وژل شوي
۱۳۹۷ تیر ۷, پنجشنبهدغه بریدونه د شمالي تخار ولایت په چاه آب ولسوالۍ کې شوي دي. د تخار د ولایتي شورا مرستیال صلاح الدین برهاني د برید او د برید له امله د اوښتو تلفاتو په هکله د آلمان خبري آژانس ته وویل چې د شپې له خوا د طالبانو له لوري په دې برید کې دوه تنه امنیتي سرتیري ټپیان شوي دي.
خو د تخار د ولایتي شورا غړي روح الله روفي بیا د تلفاتو په هکله نورې شمیرې وړاندې کړي. نوموړي د آلمان خبري آژانس ته وویل چې د طالبانو په دې برید کې اته تنه وژل شوي او شپږ تنه نور بیا ټپیان دي. روفي زیاته کړې چې د سرحدي پولیسو دوه سرتیري طالبانو له ځانه سره بیولي دي.
چارواکو ویلي چې لسګونه طالبانو د تخار ولایت په چاه آب ولسوالۍ کې پر یو شمیر امنیتي پوستو باندې د شپې پرمهال ډله ایز بریدونه وکړل. وسلوال طالبان د تخار ولایت په لږ تر لږه شپږ ولسوالیو کې فعال حضور لري.
دا په داسې حال کې ده چې په ټول افغانستان کې د همدې تیرې اوونۍ په ترڅ کې د طالبانو په لاس د امنیتي ځواکونو له ۶۰ ډیر سرتیري وژل شوي دي. دغو بریدونو وروسته له هغه زور واخیست چې وسلوالو طالبانو یوازې د تیر کوچني اختر په درې ورځو کې اوربند نافذ کړی وو. تر دې درې ورځني اوربند وروسته، ولسمشر غني د حکومت له لوري د اوربند موده د لسو ورځو له پاره تمدید کړه او له طالبانو یې هم د ورته اقدام غوښتنه وکړه، چې بیا وروسته طالبانو د حکومت دغه غوښتنه رد کړه او د جګړې د بیرته پیل کولو اعلان یې وکړ.