1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د طالبانو په بریدونو کې د څلورو ښځو په ګډون ۱۲ تنه وژل شوی

۱۳۹۷ مرداد ۱۶, سه‌شنبه

د افغانستان په لویدیځو او ختیځو سیمو کې د طالبانو څو بریدونو د څلورو ښځو په ګډون ۱۲ کسان وژلي دي. افغان چارواکو ویلي دي چې دغه کسان د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ د ډزو په پایله کې له منځه تللي دي.

https://p.dw.com/p/32j6N
Afghanistan - Taliban Kämpfer
انځور: picture alliance/AP Photo/A. Khan

د فراه ولایت ویاند محمد ناصر مهري، ویلي دي چې طالبانو په دې ولایت کې د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې باندې برید کړی دی چې په پایله کې یې څلور امنیتي ځواکونه وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان دي. دغه پیښه په بالابلوک ولسوالۍ کې د دوشنبې په ماښام ناوخته رامنځته  شوې ده. برید بیا د سه شنبې تر سهار وختي پورې دوام کړی دی. د مهري په خبره د برید په جریان کې له افغان هوایي ځواک څخه مرسته وغوښتل شوه چې د دې ځواکونو په بریدونو کې بیا ۱۹ طالبان ووژل شول او ۳۰ تنه نور ټپیان شول.

هغه وویل: «طالبان پر شا وتنبول شول او وضعیت اوس تر کنترول لاندې دی.»

په ختیځ ولایت لوګر کې بیا څلور ښځې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ د ډزو د تبادلې په پایله کې ووژل شوې. په دې پیښه کې څلور ماشومان ټپي شوي هم دي. د لوګر د ولایتي شورا غړي حسیب الله ستانکزي، ویلي دي چې نښتې د ښار مرکز پل عالم ته نزدې رامنځ ته شوې. د دغه ځايي چارواکي په خبره اوس په دې اړه څیړنې روانې دي چې روښانه شي دغه ښځې د کوم اړخ د ډزو په له کبله وژل شوې دي.

د دوشنبې په ماښام ناوخته طالبانو همداراز په ختیځ ولایت غزني کې د پولیسو پر یوې پوستې باندې برید وکړ او څلور پولیس یې ووژل. د غزني د والي ویاند عارف نوري، ویلي دي چې د طالبانو په دې برید کې پنځه نور پولیس ټپیان شوي هم دي. د دغه چارواکي په خبره برید په جغتو ولسوالۍ کې شوی چې درې ساعته یې دوام کړی دی.

طالبانو لا تر اوسه پورې د دغو پیښو په اړه څه نه دي ویلي خو دغې ډلې په وروستیو وختونو کې پر افغان امنیتي ځواکونو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

له بلې خوا د اسلامي دولت ترهګرې ډلې یا داعش په ننګرهار ولایت کې د هغه ځانمرګي برید پړه منلې ده چې په پایله کې یې یو سرتیری ووژل شو او درې تنه نور ټپیان شول.