د طالبانو په بریدونو کې په لسونو کسان وژل شوي
۱۳۹۷ آبان ۱۷, پنجشنبهد تخار د ولایتي شورا دوو غړو محمد اعظم افضلي او سید صلاح الدین برهاني، د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چې د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر یوه پوځي اډه باندې د پنجشنبې په شپه د طالبانو په برید کې د ۱۴ او ۲۰ ترمنځ سرتيري وژل شوي دي.
د تخار د ولایتي شورا دغو غړو همدا راز زیاته کړې ده چې د طالبانو په دې برید کې د ۱۰ او ۱۶ ترمنځ نور امنیتي سرتیري ټپیان دي. افضلي همدا راز وویل چې دشت ارچي ولسوالۍ ته څیرمه د طالبانو په یوه بل برید کې د پوځ ۷ سرتیري وژل شوي او ډير نور ټپیان دي.
په عین حال کې د رپوټونو په حواله د کابل په ګاونډ کې پروت د غزني ولایت پر جاغوري ولسوالۍ باندې د طالبانو برید لا هم ادامه لري. تر اوسه پورې د طالبانو، امنیتي ځواکونو او ځايي ملېشو د تلفاتو په هکله کره معلومات نه دي ورکړل شوي.
د غزني د ولایتي شورا غړو خالق داد اکبري او محمد نوروز وویل چې وسله والو طالبانو د چهارشنبې په ورځ پر جاغوري ولسوالۍ برید پیل کړ او په لومړي سر کې یې د دوو امنیتي پوستو کنترول په لاس کې واخیست. بل لوري ته د جاغوري ولسوالۍ ځايي اوسیدونکي اسد ارمان ویلي دي چې کمانډو ځواکونه د هلیکوپترو په واسطه ولسوالۍ ته رسیدلي او د طالبانو د برید پر شا تمبولو یې پیل کړي دي.
وسله والو طالبانو په ټول هیواد کې پر دولتي او پوځي بنسټونو باندي خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. په عین حال کې ټاکل شوې ده چې سبا د نوامبر میاشتې پر۹ نیټه به د طالبانو د قطر د دفتر استازي د مسکو په کوربتوت د سولې په یوه غونډه کې هم ګډون وکړي.