«د طالبانو په برید کې شپږ پولیس سرتیري وژل شوي»
۱۳۹۸ مهر ۱۳, شنبهد شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر میاشتې په ۵مه نیټه) په کاپیسا ولایت کې ځايي چارواکو ویلي چې د پولیسو پر یوې پوستې باندې د طالبانو په برید کې شپږ تنه پولیس سرتیري وژل شوي او درې تنه نور بیا ټپيان شوي دي. د چارواکو په خبره وسلوالو طالبانو د کاپیسا ولایت په نجراب کې پر یوې امنیتي پوستې د شپې پرمهال برید کړی دی.
د کاپیسا د ولایتي شورا غړو محمد حسین سنجاني او محمد محفوظ صافي هم د دې ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د طالبانو د دغه برید پخلی کړی دی.
طالبان د کاپیسا ولایت په نجراب کې حضور لري او د چارواکو په خبره وخت نا وخت پر امنیتي پوستو باندې بریدونه کوي. په دې وروستیو کې طالبانو خپلو بریدونو ته شدت ورکړی دی او حکومتي ځواکونو هم د دوی د ځپلو له پاره خپلو عملیاتو ته شدت ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو یوه پلاوي څو ورځې وړاندې په پاکستان کې د دې هیواد له بهرنیو چارو وزیر او نورو حکومتي چارواکو سره ولیدل. په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د سولې اړوند د مذاکراتو د بیا پیلیدو غوښتنه وکړه، خو تر اوسه پورې دا لا روښانه نه ده چې دغه راز مذاکرات به کله بیرته پیل شي.