1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو پرېکړې اسلامي نړۍ حيرانه کړې

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۱ دی ۱, پنجشنبه

د سعودي عربستان په ګډون د نړۍ یوشمېر مطرحو هيوادونو د نجونونو د لوړو زده کړو په اړه د طالبانو پریکړه غندلې ده، خو پوښتنه داده چې د طالبانو او د نورې اسلامي نړۍ د شریعت ترمنځ توپير په څه کې دی؟

https://p.dw.com/p/4LKFq
کابل/افغانستان: طالبانو پوهنتون ته د ښځو په ننوتلو بندیز لګولی
کابل/افغانستان: طالبانو پوهنتون ته د ښځو په ننوتلو بندیز لګولیانځور: Ali Khara/REUTERS

پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ د بندیز په اړه د طالبانو پریکړې ته د سعودي عربستان په غبرګون کې ټینګار شوی چې طالبان باید دا پریکړې بیرته واخلي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: «دا په ټولو اسلامي هيوادونو کې د حیرانتیا وړ خبره ده چې ښځو ته د هغوی د مشروع حقونو ورکولو سره مخالفت کیږي، چې په هغو کې تر ټولو لومړی یې د زده کړو یا تعلیم حق دی، تعلیم چې د افغانستان له خوندېتوب، ثبات، پرمختګ او سوکالی سره مرسته کوي.»

په همدې توګه ترکیې، پاکستان او قطر هم د طالبانو وروستی پریکړه غندلې ده.

اړوند مطالب:په پوهنتونونو کې د نجونو د حضور بنديز ته غبرګونونه

طالبانو د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د ډسمبر۲۰) د یوه مکتوب په ترڅ کې ټولو دولتي او شخصي پوهنتونونو ته امر کړی چې هلته د نجونې زده کړې تر امرثاني ځنډېدلي دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو نن پنجشنبې (۲۰۲۲م کال د ډسمبر ۲۲) وویل چې دا «ممنوعیت نه اسلامي دی او نه هم انساني».

ښاغلي اوغلو چې له خپل یمني سیال سره یې ګډې خبرې غونډې ته خبرې کولې له طالبانو وغوښتل چې له خپلې پریکړې دې شاتګ وکړي.

اوغلو وویل: «د ښځو زده کړې څه زیان لري؟ د ښځو زده کړې افغانستان ته څه زیان لري؟» هغه زیاته کړه:«آیا په دې اړه اسلامي توضیح شته؟، برعکس، د اسلام دین د زده کړو مخالف نه دی، بلکې علم او زده کړې هڅوي.»

قطر د طالبانو د دې پریکړې په اړه ویلي: «د قطر حکومت د ښځو او نجونو د تحصیل او زده کړو اړوند د افغانستان د سرپرست حکومت د پریکړې له امله ژوره اندېښنه او ناهیلي ښکاره کوي.»

پاکستان چې د طالبانو نیږدې ملاتړی او ان وخت نا وخت د دې ډلې په پوځي ملاتړ هم تورنیږي، د هغوی د دې پریکړې پروړاندې غبرګون ښودلی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: «موږ پياوړی باور لرو چې هره ښځه او نارينه د اسلامي لارښوونو سره سم په طبعي ډول د زده کړو حق لري. موږ په زغرده د افغانستان له چارواکو غواړو چې پر خپله پریکړه له سره کتنه وکړي.»

د اسلامي هيوادونو د همکاریو سازمان یا OIC هم د طالبانو د دې پریکړې په اړه اندېښنه ښودلې.

دغه سازمان پرخپله ټویټر پاڼه لیکلي: «د حاکم دولت د لوړو زده کړو وزارت دا اقدام د اسلامي همکاریو سازمان له پاره خورا ویروونکی دی، ځکه عمومي منشي او د هغه ځانګړي استازي په دې اړه چارواکو ته په وار وار خبرداري ورکړي.»

عبدالرب رسول سیاف چې پخوانی جهادي مشر او پيژندل شوی دیني عالم ګڼل کیږي، پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې باید «شریعت د شخصي موخو» له پاره ونه کارول شي.

سیاف چې اوس له هيواده بهر دی، طالبانو ته ویلي: «نړۍ ته د اسلام تور او غیر حقیقي انځور مه ورکوی.» هغه زیاته کړې: «له زده کونکو سره عقده مه پالی، هغوی ستاسو دښمنان نه دي.»

سیاف وړاندیز کړی دی چې له زده کړو د نجونو راګرځولو پرځای به مو په ښوونیز او تحصیلي نصاب کې سمون راوستی وای.

د افغانستان په پخواني حکومت کې د ولسي جرګې غړي کمال ناصر اصولي دویچه ویله ته وویل، سعودي عربستان، اماراتو، مالیزیا او په یوشمېر افریقايي اسلامي هېوادونو کې ټول دیني عالمان په دې اتفاق لري چې د نجونو زده کړې فرض دي: «موږ شریعت غواړو، په افغانستان کې هیڅوک هم د شرعي نظام مخالف نه دی، خو هغه نظام چې څه اسلام وايي، نه دا چې یو عالم یې په کوټه، میرانشا، خوست، ننګرهار او یا پېښور کې راته ولیکي او یا قراني آیتونه راته په خپل فکر تفسیر کړي.»

طالبانو د خپلې وروستی پریکړې په اړه د نړۍ غبرګونونو ته تراوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی او نه یې هم کوم مشر او یا ویاند حاضریږي چې په دې اړه سپيناوی وکړي.

د نجونو د لوړو زده کړو په اړه د طالبانو د پریکړې په غبرګون په کابل کې اعتراض
د نجونو د لوړو زده کړو په اړه د طالبانو د پریکړې په غبرګون په کابل کې اعتراضانځور: privat

د چارو کتونکي وايي، طالبان په خپلې دې پریکړې سره خپل هغه جنګیالي قانع کوي چې په تېرو شلو کلونو کې یې د هغوی د اهدافو له پاره جګړه کړې.

برلین کې د پوهنتون استاد ډاکټر اسحاق اتمر دویچه ویله ته وویل: «دوی خپلو صفوفو کې سرتیرو ته ښيي چی ګویا موږ هیڅ حاضر نه یو چې د شریعت د تطبیق په مقابل کې معامله وکړو.»

دا څرګندونې داسې مهال دي چې نن په کابل او یوشمېر ولایتونو کې د طالبانو د دې پریکړې پرضد لاریونونه هم شوي.