1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د طالبانو پر پريکړي به په جي۷ سرمشريزه کي بحث وسي»

۱۴۰۱ دی ۱, پنجشنبه

د جرمني د بهرنیو چارو وزیري ويلي دي چي د طلبانو له خوا پوهنتونو ته د نجونو د نه پریښولو پریکړه به د افغانستان راتلونکی له خطر سره مخامخ کړي. هغې ويلي چي په دې اړه به په جي۷ سرمشريزه کي بحث وکړي.

https://p.dw.com/p/4LJ3w
Deutschland Baerbock PK zu Afghanistan
د جرمني خارجه وزیره ، انالینا بیربوکانځور: Bernd von Jutrczenka/dpa/picture alliance

د جرمني د بهرنیو چارو وزیري انالینا بیربوک، د طالبانو پر هغي پریکړي سخت انتقاد کړی دی چي له مخي یې نجوني پوهنتونو ته د تګ اجازه نه لري. د زرغون ګوند دغي سیاستوالي په خپل تویتر کي لیکي: «په دې سره به د افغانستان د ښځو او نجونو راتلونکی له منځه ولاړ سي، طالبان په خپلي دغي ډول پریکړي سره د افغانستان راتلونکی هم له منځه وړي.»

هغې زیاته کړه چي پر دغي موضوع به د جي اوه په غونډه کي مهم صنعتي هیوادونه بحثونه وکړي. آلمان د روان کال ترپایه د دغي سرمشريزي مشري پرغاړه لري.

د طالبانو د وروستۍ پريکړي په اړه خلک څه وکړي؟

د ۲۰۲۱م کال تر اګست مياشتي پوري د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر له دویچه ویلي سره په خبرو کي د طالبانو دغه پریکړه غیراسلامي او له شرمه ډکه وبلله. د هغه په خبره: «اوس نو باید ټول استادان او پروفیسران لاسونه سره یو کړي، ترڅو طالبان بیرته د نجونو پرمخ د مکتبونو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي. کله چي هغوی په ګډه سره اعلان وکړي او مکتبونه او پوهنتونونه پریږدي، بیا نو یوه سمه نتیجه په لاس راوړو.»

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په یوه تویت کي د ښځو او نجونو پر مخ د پوهنتونو دروازو د تړلو پر پريکړي سخت انتقاد کړی دی.

«یوه خرابه او وحشتناکه ضربه»

همدارنګه د اروپايي ټولني د خارجه چارو مسئول، یوزیف بوریل هم خپله سخته اندېښنه څرګندوي. نوموړي «په نړیواله سطحه له یوه داسي استثنايي ګام اخیستلو» څخه خبره کړې چي له امله یې په افغانستان کي د ښځو له حقونو څخه سرغړونه کیږي.

په ملګرو ملتونو کي د بشري حقونو لوی کمیسار، فولکر تُرک د نجونو پر مخ د پوهنتونو د تړلو پریکړه «یوه خرابه او وحشتناکه ضربه» او د ټول هیواد له پاره یې «په ژوري خواشینۍ سره یوه ماته» وبلله. تُرک وویل: «سړی د هغو ښځو ښوونکو، قاضیانو او ډاکټرانو په هکله فکر کوي چي د دغه هیواد د پرمختګ له پاره بې فایدې روزل سوي او پس له دې به هم بې ګټي پاته وي.»

Afghanistan, Kabul | Taliban hindern Frauen am betreten der Universität
وسله وال طالبان پوهنتون ته د نجونو له تگ څخه مخنیوی کويانځور: Ali Khara/REUTERS

په ملګرو ملتونو کي د امریکا متحده ایالاتو استازي روبرت ووډ، وویل:  «طالبان باید اوس د دې تمه و نه لري چي د نړیوالي ټولني غړي به سي، دا تر هغه وخت پوري چي دوی د ټولو افغانانو حقونو ته احترام و نه کړي، په خاص ډول بشري حقونه او د ښځو او نجونو بڼسټیزي آزادۍ».

همدارنګه آلماني ډیپلوماټ مارکووس پوتڅل هم چي په اوس وخت کي د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو استازی دی، له افغانانو څخه وغوښتل چي د ښځو په هکله د طالبانو د دغه ډول سیاست پر وړاندي ودریږي.

ښځي او نجوني په ناڅاپي ډول له لوړو زده کړو منع کول

طالبانو په افغانستان کي په ناڅاپي ډول، دولتي او شخصي پوهنتونونو ته ښځي او نجوني له تګ څخه منع کړې. په دې اړه پریکړه د طالبانو د عالي تحصیلاتو د وزیر شیخ ندامحمد ندیم له خوا لاسلیک سوې ده. د دې کار دلیل نه دی په ګوته سوی.

تر دغه ډول بندیز وروسته وسله وال طالبان او پولیس د هغو په سلونو محصلینو په وړاندي ودریدل چي غوښتل یې د کابل پوهنتونونو او د لوړو زده کړو تاسیساتو ته ورننوزي. یوې ځواني نجلۍ چی نه غوښتل خپل نوم افشا کړي، فرانسې خبري آژانس ته وویل: «موږ نور ناامیده یو، اوس مو هرڅه له لاسه ورکړل.»

په افغانستان کي زیاتره پوهنتونونه په ژمي کي رخصت وي، خو بیا یې هم دروازې د محصلینو او پرسونل له پاره خلاصي وي.

بیاهم ترهګري

د ترهګرۍ ګواښ ته په کتو سره د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازي په خپله لومړنۍ وینا کي د دغه هیواد د امنیت په هکله اندېښنه څرګنده کړه. روزا اوتون بایوا، په نیویارک کي وویل: «طالبان پر ټول هیواد مسلط دي، خو هغوی په دې نه دي توانیدلي چي د هغو ترهګرو ډلو په وړاندي مبارزه وکړي چي دننه په افغانستان کي فعالیت کوي.»

Afghanistan Frauenbildung
په افغانستان ډیرو کورنیو لکه په دغه تصویر کی خپل د کورنۍ غړي په بریدونو کی له لاسه ورکړيانځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

په افغانستان کي د ملکیانو پر وړاندي ترهګر بریدونه دوام لري. په داسي حال کی چي طالبانو په پخوانیو وختو کي په خپله په منظم ډول چاودني کولې، اوس زیاتره وخت د داعش پر افراطي ډلي د دغه ډول بریدونو پړه اچول کیږي.

په عین حال کي  په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د ماموریت مشري د طالبانو له خوا د شریعت قانون پر پلي کولو هم انتقاد وکړ، لکه څنګه چي څه وخت مخکي یعني د دسمبر مياشتي په سر کي په عام محضر کي پر یوه کس باندي د قصاص حُکم عملي سو.

څارونکي پر طالبانو باندي په هدفمندانه ډول د غچ اخیستني او وژنو تورونه لګوي. په افغانستان کي بشري حالت لا پسي خراب سوی دی. په میلیونو کسان عاجلو مرستو او غذايي موادو ته اړتیا لري.

GP/NZ/DW.Online