د طالبانو له لوري د بریدونو رپوټونه ورکړل شوي
۱۳۹۷ خرداد ۲۸, دوشنبهد طالبانو دغه مشر له نوموړي خبري آژانس سره د نوم د نه ښوولو په شرط خبرو کې ویلي دي چې طالب مشرانو دا هم ویلي دي چې پاکستان له طالبانو دا غوښتنه هم کړې وه چې په اوربند کې امریکایي او نور بهرني عسکر هم شامل کړي، له کومې سره چې د طالبانو مشر موافقه و نه کړه.
هغه ويلي دي: «تیره شپه یوه بیړنۍ غونډه رابلل شوې وه او ټولو قوماندانانو ته خبر ورکړل شو او ورته لارښونه وشوه چې د ټولو هغو طالبانو پر ضد چې له ښاریانو سره یې لیدلي او له چارواکو سره یې انځورونه اخیستي پر وړاندې سخت انظباطي اقدامات وکړي.»
ویل شوي دي چې ځینې طالبانو ته چې لیدل شوي له افغان امنیتي ځواکونو او چارواکو سره یې انځورونه اخیستي، خبرداری ورکړل شوی دی.
افغان حکومت د روژې له اوویشتمې څخه د کوچني اختر تر پنځمې ورځې پورې اوربند اعلان کړی وو او طالبانو بیا د اختر لومړۍ درې ورځو کې اوربند مراعات کړ. اوربند د دواړو اړخونو تر منځ د ورورګلوۍ سبب شو او یاغیان له خپلو پټنځایونو رابهر شول او ښارونو ته یې مخه کړه.
خو د حکومت له اوربند څخه داعش استثنا وو او د طالبانو له اوربنده بیا بهرني ځواکونه. د طالبانو له لوري اعلان شوی اوربند د یکشنبې په ورځ پای ته ورسید. حکومت بیا په یو اړخیزه توګه اوربند چې د جون پر شلمه پای ته رسیده نورو لسو ورځو له پاره تمدید کړ.
د طالبانو یوه بل قوماندان له نوموړي خبري آژانس سره د نوم د نه ښوولو په شرط په خبرو کې ویلي دي چې په هلمند ولایت کې یې بریدونه پلان کړې دي. د هلمند د ولایت ویاند د کوچنیو نښتو رپوټ ورکړی دی.
په عین وخت کې کابل ته د سولې هغه کاروان هم رسیدلی دی چې څلويښت ورځې تر مخه یې له لښکرګاه څخه کابل ته پلي سفر پیل کړی وو.
د میدان وردگو ولایت د والي ویاند عبدالرحمن منګل، ویلي دي چې د دوشنبې په سهار وختي په سید آباد ولسوالۍ کې هم طالبانو پر دوو پوستونو باندې بریدونه کړي دي، چې په خبره یې «مرګ ژوبله» یې اړولې ده. پر دې سربیره په فاریاب کې هم د بریدونو رپوټ ورکړل شوی دی. په ټوله کې په پنځو ولسوالیو کې د شپږو پولیسو د وژل کیدو رپوټ ورکړل شوی دی.
په افغانستان کې څو ورځني اوربند ډیرې هیلي پيدا کړې او خلکو د دغه اوربند پراخ ملاتړ وکړ.