1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو جګپوړی پلاوی قطر ته تللی

۱۴۰۰ بهمن ۲۵, دوشنبه

د طالبانو یو جګپوړی پلاوی قطر ته رسیدلی څو د مختلفو هیوادونو له استازو او نړیوالو خیریه سازمانونو سره خبرې اترې وکړي. په دې وروستیو کې افغانستان کې بشري وضعیت خراب شوی دی.

https://p.dw.com/p/46ygV
Oslo Taliban-Gespräche
انځور: Stian Lysberg Solum/NTB/REUTERS

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ د طالبانو د حکومت یو جګپوړی پلاوی پرون د یکشنبې په ورځ ناوخته قطر ته رسیدلی دی. د طالبانو د حکومت د نیږدې شپږ میاشتو په پوره کیدو سره لا هم هیڅ هیواد طالبان په رسمیت نه دي پیژندلي چې له کبله یې په افغانستان کې بشري وضعیت ورځ تر بلې د خرابیدو په حال کې دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ټویټري پیغام له لارې ویلي چې د طالبانو دغه پلاوی به په قطر کې د خلیجي هیوادونو له چارواکو، د مختلفو هیوادونو له استازو او همدا راز د اروپايي ټولنې له استازو سره هم ملاقات ولري.

د طالبانو دغه جګپوړی پلاوی داسې مهال قطر ته سفر کوي چې افغانستان د هرې ورځې په تیریدو سره یوه بې ساري کړکیچ ته د نیږدې کیدو په حال کې دی. ځینو نړیوالو سرچینو قطر ته د طالبانو د پلاوي رسیدل هم تائید کړي دي.

د طالبانو چارواکي داسې مهال د اروپايي ټولنې له استازو سره د ملاقات خبر ورکوي، چې همدا څو اونۍ مخکې د تیرې جنورۍ میاشتې په وروستیو کې د ناروې اسلو ښار هم د طالبانو د یوه جګپوړي پلاوي کوربه وو. بل لوري ته طالبان چې د حکومت یې نیږدې ۶ میاشتې په پوره کیدو، تر اوسه پورې هیڅ هیواد په رسمیت نه دي پیژندلي. د ملګرو ملتونو په حواله د افغانستان د ټول نفوس نیږدې نیمايي د خوړو له کمښت سره مخامخ دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې د بریتانیا یوه حکومتي ویاند د فرانسې خبري اژانس ته په دې هکله وویل چې «د بریتانیا چارواکي لا هم له طالبانو سره عملي مذاکراتو ته ادامه ورکوي ترڅو د افغانانو د مرستې او ملاتړ له پاره موږ خپلې ژمنې پوره کړو.»

د بریتانیا د حکومت دغه ویاند ویلي دي چې «موږ په دوامداره توګه طالبانو ته د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو په هکله خپلې جدي اندیښنې واضح کوو...او موږ دا کابل ته د همدې فبرورۍ میاشتې په ۱۰مه د بریتانیا د یوه پلاوي د سفر پرمهال وکړل چې په دې سفر کې له متقي سره هم ملاقات شامل وو.»

بل لوري ته د طالبانو یوه بل پلاوي همدا څو ورځې وړاندې ژنيو ته هم سفر درلود او په دغه سفر کې یې د یو شمیر خیریه سازمانونو له چارواکو سره هم ملاقاتونه وکړل.