د طالبانو او پاکستاني پلاوو ترمنځ له پیل شویو مذاکراتو څو ورځې تیرېږي. دا مذاکرات د چین په کوربتوب د دغه هېواد په ارومچي ښار کې کيږي چې تر اوسه یې کومه وروستۍ هوکړه نه ده اعلان شوې، خو د چین خارجه وزارت ويلي دي چې افغانستان او پاکستان توافق کړی چې د نښتو د پای ته رسیدو له پاره یوه به جامع حللاره وڅېړي. د پخلاینې د روانې اونۍ په خپرونه کې پر همدې موضوع بحث شوی.