1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو او پاکستان ترمنځ تازه نښتې سوي

حسین سیرت | ژباړه: گل غوټۍ پوپل
۱۴۰۵ فروردین ۶, پنجشنبه

د افغانستان د طالبانو چارواکو ویلي دي چې له مؤقت اوربند وروسته، د چهارشنبې په ورځ یو ځل بیا د افغانستان او پاکستان د پولو په اوږدو کې تازه نښتې پیل سوې دي. په دغو نښتو کې ۲ تنه وژل سوي او څو تنه زخمیان سوي دي.

https://p.dw.com/p/5B9XH
د تورخم په سرحدي لار کې د افغان او پاکستاني سرتیرو ترمنځ نښتې
له مؤقت اوربند وروسته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو تازه پیلانځور: Maaz Awan/AP Photo/dpa/picture alliance

په افغانستان کې د طالبانو د ادارې چارواکو ویلي دي چې له پاکستان سره د اوربند د وخت په پای ته رسیدو سره، نښتې له سره پیل سوي دي. دغه لنډ مهاله اوربند د کوچني اختر له رخصتیو مخکې د دواړو له خوا اعلان سوی وو.

د کونړ په ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د ادارې مدیر، ضیاءالرحمن سپین غر وویل چې پاکستاني ځواکونو د اوربند له پای ته رسیدو وروسته، په لسونو د توپ مرمۍ د ناړۍ او سرکاڼو پر سیمو فیر کړي دي چې د دوو ملکي کسانو د وژلو او نورو اتو تنو د ټپي کیدو سبب سوي دي.

هغه وویل چې د افغانستان سرحدي ځواکونو، دغو فیرونو ته جواب ورکړی او ادعا یې کړې چې د پاکستان درې پوځي پوستې یې له منځه وړي دي او یو تن یې وژلی دی.

د پاکستان له هوايي برید وروسته ویجاړۍ

د نوموړې ادعاوې په خپلواکه توگه د تأیید وړ نه دي. د پاکستان پوځ لاهم په دې هکله کوم نظر نه دی وړاندې کړی. سره له دې ددغه هیواد په شمال لویدیځ کې یوه سیمه ائیز پاکستاني چارواکي، د افغان طالبانو ځواکونه په څو سیمو کې د نښتو د تبادلې په پیل کولو تورن کړي دي. وروستی تاوتریخوالی شاوخوا یوه اونۍ وروسته له هغه رامنځته سو ، کله چې دواړو خواوو د سعودي عربستان، ترکیې او قطر په غوښتنه توافق وکړ چې نښتې بندې کړي.

اړونده موضوع: پاکستان پر کابل او څو نورو ولايتونو بمبار کړی دی

دغه موقت اوربند د پاکستان له بریدونو وروسته رامنځته سو چې د افغانستان د طالبانو د حکومت په وینا  په کابل کې یې د معتادینو د درملنې یو مرکز په نښه کړی وو او د طالبانو په خبره له ۴۰۰ څخه زیات کسان پکښې ووژل سول. د معتبرو بنسټونو له خوا لا د تلفاتو شمیرې په رسمي توگه نه دي خپرې سوې.

پاکستان د ملکي کسانو په نښه کول رد کړي او ویلی یې دي چې د مهماتو پر یوه ډیپو یې برید کړی دی.

پاکستاني طالبانو هم درې ورځنی اوربند پای ته ورساوه

پاکستاني طالبانو چی د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي باندې مشهور دي، په جلا توگه اعلان وکړ چې د اختر له درې ورځني اوربند وروسته یې د پاکستان په دننه کې خپل بریدونه له سره پیل کړي دي.

پاکستاني طالبان چې يوه جلا ډله خو د افغان طالبانو متحد ګڼل کيږي، په ۲۰۲۱ م کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسې یې، په پاکستان کې خپل بریدونه زیات کړي دي.