1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو او روسیې ترمنځ سوداګریز تړون؛ کارپوهان څه وایي؟

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ مهر ۶, چهارشنبه

د طالبانو ادارې د سوداګرۍ وزارت او روسیې ترمنځ یو سوداګریز تړون لاسلیک شوی، چې له مخې به یې له روسیې څخه افغانستان ته، تیل، اوبلن ګاز او غنم واردیږي. خو دغه تړون ته اقتصادي کارپوهان په کوم نظر ګوري؟

https://p.dw.com/p/4HTGB
Afghanistan Hairatan Ankunft Cargo Zug aus China
انځور: DW/H. Safi

د طالبانو ادارې د سوداګرۍ وزارت وایي چې له روسیې سره یې یو سوداګریز تړون لاسلیک کړی، چې په ازمایښتي ډول به له دغه هيواد څخه افغانستان ته تیل، اوبلن ګاز او غنم وارد کړي.

د ياد وزارت ویاند عبدالسلام جواد دویچه ویله ته وویل، چې په دغه تړون کې یو میلیون ټن ډیزل، یو میلیون ټن پترول، نیم میلیونه ټن اوبلن ګاز او دوه میلیونه ټنه غنم شامل دي، چې په نږدې راتلونکي کې به افغانستان ته وارد شي.

د حيرتان- مزارشريف تر منځ د اورگاډی پټلۍ و ازمايل سوه

نوموړی وایي، دا یو ازمایښتي تړون دی، چې د روسيې په پولي واحد روبل  ترسره شوی او له موثر ثابتیدو وروسته به په یوه اوږدمهال تړون بدل شي.

هغه وویل: «ډېر ژر به د رېل پټلۍ له لارې دا واردات شروع شي. دا یو ازمایښتي تړون دی، تر څو معلومه شي، چې څومره ژر کولی شو، په قرارداد کې شوی مال افغانستان ته وارد کړو. د دې له ختمیدو وروسته به له روسیې سره موږ یو اوږدمهاله قرارداد لاسلیک کړو.»

جواد زیاتوي، دغه تړون یې د افغانستان جدي اړتیاوو ته په کتو ترسره کړی، چې په عملي کیدو سره به یې د هيواد په بازارونو کې د نفتو او خوراکي توکو بیې راټیټې شي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مسؤلین وایي چې د افغانستان ناسمو اقتصادي حالتو ته په کتو د سیمې له هيوادونو سره د نفتو او خوراکي توکو تړونونه به په سوداګرۍ او د خلکو په ژوند اغېز ولري.

په افغانستان کي له گمرکي مالياتو تېښته

د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزي دویچه ویله وویل: «موږ هیڅ تولید نه لرو او مصرفي هيواد یو. دا واردات به په ژمي کې د افغانستان په بازارونو او مارکیټونو کې د غله جاتو او سون موادو د کمبود خطر لېرې کړي. افغانستان اوس په تنګ حالت کې دی، سیاسي او اقتصادي ستوونزې لري. د امریکایانو له وتلو سره زموږ اقتصاد له ستوونزو سره مخ شوی او د خلکو د ژوندانه کچه ډېره ټيټه ده.»

د امریکا متحده ایالاتو او روسیې ترمنځ د اوکراین د جګړې پر سر اړیکې ترینګلې شوې دي او امریکا پر هغو هيوادونو او شرکتونو بندیزونه لګوي، چې له روسیې سره سوداګریز تړونونه لري.

خو ایا د افغانستان او روسیې ترمنځ د نفتو او غله جاتو دغه تړون به د طالبانو او امریکا پر اړیکو اغیز ولري؟

خانجان الکوزی وایي چې امریکا اوس هم پر افغانستان یو لړ بندیزونه لري، د دغه هيواد شتمني یې کنګل کړې ده او بانکي سیتستمونه بند دي.

نوموړی زیاتوي: «غربي هيوادونه ممکن ملاحظات ولري، خو دومره غټ تاثیر ځکه نه کوي چې پر ایران باندې خو دا شل کاله دوی بندیزونه لرل، خو موږ له ایران سره سوداګري لرله. په عمل کې به ولیدل شي چې څه کیږي. نړۍ اوس دې ته متوجې ده، چې د افغانستان خلک په سختو شرایطو کې دي.»

د اقتصادي چارو افغان کارپوه دوکتور ګل شاه صبری وایي، افغانستان پر بهرنیو وارداتو متکي هيواد دی  او له روسیې سره د طالبانو سوداګریز تړون هم د افغانستان یوه اړتیا ده.

هغه وویل: «افغانستان د خپلو اړتیاو د پوره کولو له پاره مجبور دی چې د سیمې له هيوادونو سره، په ځانګړي توګه هغو هېوادونو سره چې لاس رسی ژر ورته کیږي او تمام شوي لګښت يې ټيټ وي، دغسې تړونونه ولري. مسؤل حکومت باید اړتياوو ته په کتو سره له نورو هيوادونو سره هم  سوداګریز تړونونه لاسلیک کړي.»

له حيرتان گمرکه په ميليونو ډالر ورک سوي دي

خو د اقتصادي چارو یو بل افغان کارپوه د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد پوهنمل جمشید حیدري د طالبانو او روسیې ترمنځ دغه سوداګریز تړون ته ډېر هیله من نه دی.

نوموړي  دویچه ویله ته وویل، په داسې حال کې چې هيڅ هيواد تر اوسه پوري طالبان په رسمیت نه دي پیژندلي او د افغانستان بانکي سیستم غیرفعال دی ، نو د دغه تړون عملي کیدل ستوونزمن دي.

هغه زیاتوي: «یوه ستوونزه چې په دې قرارداد کې رامنځته کیږي، روسیه یو رسمي دولت دی، خو متاسفانه په افغانستان کې د طالبانو حکومت دی، چې د یوه حکومت حقوقي معیارونه یې پوره کړې نه دي. دا خپله یو سوال دی چې څه ډول دا معامله ترسره شوې ده. حتی روسیه هم طالبان په رسمیت نه پیژني.»

حیدري دغه راز وایي: «روسیه او افغانستان د نړۍ د مالي او اقتصادي بندیزونو تر فشار لاندې دي. روسیه غرب ته ښیي چې که تاسې نه پریږدئ، چې موږ نړۍ ته صادرات وکړو او اقتصادي راکړه ورکړه وکړو، موږ بل انتخاب لرو چې هغه د سیمې هيوادونه دي او هغوی ته مخ اړوو.»

خو د طالبانو ادارې د سوداګرۍ وزارت ویاند زیاتوي، چې د امریکا او روسیې اړیکې په دوی پورې اړه نه لري او افغانستان د یوې اړتیا له مخې غواړي، چې د سیمې او نړۍ له هيوادو سره سوداګریزې معاملې ترسره کړي.