1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو او حکومت پر مستقیمو خبرو ټینگار

۱۳۹۴ دی ۲۱, دوشنبه

پاکستان د دوشنبه په ورځ د افغانستان له حکومت سره د خبرو میز ته د طالبانو د کښېنولو د یوې څلور اړخیزي غونډي کوربه وو. د غونډي گډون کونکو د افغانستان حکومت او طالبانو تر منځ د ژر تر ژره خبرو پر اړتيا ټینگار وکړ.

https://p.dw.com/p/1Hbau
انځور: picture-alliance/dpa/APP

د اسلام اباد په دغه غونډه کي د افغانستان د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال حکمت کرزي، د پاکستان د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال عزيز احمد چودري، د افغانستان او پاکستان له پاره د امريکا متحدو ايالاتو خاص نماینده ریچارد ولسون او په افغانستان کي د چین سفیر دینگ شیون گډون لاره.

د دغو څلورو هيوادونو استازو د غونډي په پای کي په یوه گډه اعلامیه کي وويل: «د غونډي گډون کوونکو د سولي په پروسه کي د افغانستان حکومت او طالبانو تر منځ د ژر تر ژره خبرو پر ضرورت باندي ټینگار وکړ، چي هدف یې د افغانستان د ملي حاکمیت، ارضي تمامیت او یووالي ساتل دي.»

د اسلام آباد په گډه اعلامیه کي همدارنگه راغلي دي: «دغه څلور اړخیزه ډله به د سولي د خبرو اترو په باب خپلي راتلونکي خبري د جنورۍ میاشتي پر۱۷ نېټه په کابل کي تر سره کړي.»

ځينو کارپوهانو هیله مندي ښوولې ده چي په مذاکراتو کي د امریکا او چین حضور امکان لري د کابل او اسلام آباد تر منځ د بې اعتمادۍ فضأ له منځه یوسي. خو تر اوسه پوري لا معلومه نه ده چي آیا طالبان به د سولي په خبرو کي برخه واخلي؟ هغوی د دوشنبه د ورځي په غونډه کي برخه نه درلوده.

د پاکستان د صدراعظم نواز شریف د خارجي مسایلو مشاور سرتاج عزیز د دغي غونډي د پرانیستلو پر وخت وویل: «د سولي د لمړنۍ پروسې هدف د داسي شرایطو رامنځته کول دي چي طالبان د خبرو میز ته کښېنوي او هغوی ته انگیزه ورکړل سي چي له زورزياتي او تاوتریخوالي څخه تیر سي.»

دغه د په اصطلاح «کړنلاري نقشې» خبري به د افغانستان حکومت او طالبانو تر منځ مستقیمو خبرو ته لاره اواره کړي چي له ۲۰۰۱ م کال راهیسي خونړي جنگ او مقاومت ته ادامه ورکوي او د ناټو د پوځي ماموریت تر ختمیدو وروسته یې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

سرتاج عزیز ویلي دي چي د سولي له خبرو اترو څخه نه بايد د «غیر واقع بینانه هدفونو او مهلت» د پوره کولو انتظار ولرو او هم په نژدې راتلونکي کي ډیر پرمختگونه ناممکنه دي.