د شينډنډ په وسله والو نښتو کې ۲۹ کسان وژل شوي
۱۳۹۷ آذر ۹, جمعهپه نښتو کې چې د طالبانو تر یوه کمین وروسته رامنځ ته شوې دي ۱۷ نور کسان ټپیان شوي هم دي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد، ویلي دي چې پیښه د دې ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د هرات د ولایتي شورا یوه غړي توریالي طاهري، ویلي دي چې د وژل شویو کسانو په ډله کې د ملي امنیت یو کارکوونکي هم شامل دی چې د دولت پلوه ملیشو قوماندان ننګیالي، د ملاتړ له پاره پر لار وو. تر اوسه پوري لا روښانه نه ده چې په نښتو کې د جګړې کوم اړخ ته ډیره مرګ ژوبله اوښتې ده.
ننګیالی په شینډنډ ولسوالۍ کې د دولت پلوه ملیشو یو پیاوړی قوماندان دی. طاهري ویلي دي چې افغان حکومت او په ځانګړې توګه د ملي امنیت اداره د طالبانو پر ضد جګړه کې د ننګیالي ملاتړ کوي.
د طاهري په خبره ننګیالی او جنګیالي یې تر دې مخکې د طالبانو غړي ول خو بیا یې وروسته د دې ډلې له نوي مشر ملا هیبت الله اخندزاده سره له بعیت ډډه وکړه. دغه قوماندان اوس ملا رسول ته وفاداره دی چې له طالبانو د یوې بیلې شوې ډلې مشري پر غاړه لري.