اسماعیل شاکر/ کابل۱۳۹۸ خرداد ۲۷, دوشنبهد رپوټونو په حواله په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر چين ته تر سفر وروسته ايران ته هم تللی. په عين وخت کې بيا د افغان حکومت د ملي امنيت مشاور په روسيه کې په يوه غونډه کې گډون کوي. سیاسي شنونکي پر افغان سوله د سیمي هېوادونو همغږي اړینه بولي خو زیاتوي چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ لاهم واټن نه دی رالنډ شوی.