شخړي
د سړک د غاړې ماین پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې
۱۳۹۷ شهریور ۱, پنجشنبهاعلان
د پوځ له خوا په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي دي چې له لیرې لارې کنترولیدونکي یوه ماین د پنجشنبې په ورځ د شمالي وزیرستان په ډنډ کلی سیمه کې د چاودیدونکو توکو د کارپوهانو یوه ډله په نښه کړې ده. دغه ډله په سیمه کې په یوه ورځیني ماموریت بوخته وه.
شمالي وزیرستان د طالبانو او نورو یاغي ډلو یو له پټنځایونو څخه بلل کیږي. پاکستان په وروستیو کلونو کې په دې سیمه کې څو وارې پوځي عملیات کړي دي خو په دې ځای کې اوس هم بریدونه کیږي.
کابل او واشنګټن پر پاکستان باندې تور لګوي چې د شمالي وزیرستان په ګډون یې په خپله خاوره کې یاغیانو ته ځای ورکړی او دغه ډلې بیا له همدې سیمې څخه په افغانستان کې بریدونه پلانوي. پاکستان تل دغه تورونه ردوي.