1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سپوږمۍ مالک څوک دی؟

۱۴۰۱ آبان ۲۸, شنبه

هېوادونه پر دې توافق لري چې هیڅ یو هېواد باید په فضا کې د کومې برخې او حوزې مالکیت ونلري خو په دې برخه کې له سپوږمۍ، سیارو او وړو سیارو څخه د ترلاسه شويو موادو د مالکیت او پلور په اړه حقوقي بحثونه جدي کیدونکي دي.

https://p.dw.com/p/4Jlpw
Meteor running in the starry sky, toward the planet Earth
انځور: Alain de Maximy/NASA/Zoonar/picture alliance

دا ښایي یوه تخیلي کړنه وانګېرل شي خو انسانان د سپوږمۍ او مریخ په څېر آسماني اجسامو استعمار ته چمتو دي.

د امرېکا د ناسا فضایي اداره او د اروپایي ټولنې د فضایي سازمان ماموریتونه غواړي چې د ۲۰۲۰ لسیزې تر پای پورې په سپوږمۍ کې یو کمپ جوړ او په ۲۰۳۰ لسیزه کې د څېړنې ډېر مرکزونه ورغوي. د چین د فضایي ملي ادارې او د روسیې فدرال فضایي پروګرام هم اعلان کړی چې په ۲۰۳۰ لسیزه کې غواړي په سپوږمۍ کې خپلې اډې جوړې کړي.

هیڅوک نشي کولای د سپوږمۍ مالک شي

د فضا د استعمار احتمال لویې پوښتنې راپورته کوي. یو له خورا بنسټیزو مواردو څخه دا دی چې آیا ملتونه یا شرکتونه په واقعي توګه کولای شي د سپوږمۍ یا آسماني اجسامو واک ولري.

د اروپایي ټولنې په فضایي سازمان کې د عمومي نړیوالو حقوقو مشر الکساندر سوچک په وینا، هېوادونه دا کار نشی کولای. هغه وویل: «یو ملت کولای شي په سپوږمۍ کې بیرغ ولګوي، خو دا کارهیڅ قانوني دلالت او پایله نلري. دا د ځمکي څخه د بهرنۍ فضا په تړون کې شامل شوی چې لیکل شوي، هیڅ هېواد نشي کولای دا ادعا وکړي چې پر سپوږمۍ مالکیت لري یا یې د خپل ملکیت برخه وګرځوي.»چين له سپوږميه ډبرو راوړلو ته فضايي بيړۍ واستوله

سوچک زیاته کړه ډېره اړینه ده يادونه وشي چې دا قانون د ایلون ماسک د خصوصي شرکت سپېس ایکس په هکله هم صدق کوي.

هغه زیاته کړه: « موږ په دې ځای کې د نړیوالو حقوقو په اړه خبرې کوو. هېوادونه اړ دي چې هغه په خپلو اوسېدونکو او خصوصي شرکتونو باندې په خپله خاوره کې تطبیق کړي.»

خو آیا خلک کولای شي د سپوږمۍ یوه برخه په اختیار کې ولري؟

تر دې ځایه دا قضیه روښانه ده، خو که ځیني له سپوږمۍ څخه توکي استخراج کړي نو څه پېښيږي؟ آیا دوی کولای شي هغه توکي خپل ملکیت وګرځوي او ويې پلوري؟ د سوچک په وینا، اصلي شخړه په همدې تړاو ده.

سوچک وویل: «د الف یا بې هېواد ښایي ووایي چې نه غواړي د سپوږمۍ د خاورې یوه برخه خپل ملکیت وګرځوي او پر هغه ادعا وکړي خو دوی په سپوږمۍ او مریخ کې د توکو د استخراج مالکیت ته لېوالتیا ښیي چې بیا یې په ځمکه کې وپلوري.»

دا کړکیچ د بهرنۍ فضا د تړون د دوهمې مادې له مختلفو قانوني تفسیرونو څخه رامینځته کېږي چې ویل شوي:« بهرنۍ فضا، د سپوږمۍ او نورو آسماني اجسامو په ګډون، د حاکمیت ادعا کولو، د کارولو یا اشغال له لارې، یا له نورو لارو، د ملي واکمنۍ په برخه کې نه شمېرل کېږي.» دا تړون په ۱۹۶۷ کال کې تصویب شو.

سوچک وویل، په داسې حال کې چې دا په ښکاره ډول د سپوږمۍ ملکیت ته د آسماني جسم په توګه اشاره کوي، وکیلان بیلابیل تفسیر لري چې آیا هیوادونه او شرکتونه کولی شي د سوداګریزې کارونې لپاره د سپوږمۍ برخې خپل ملکیت وګرځوي.

که د سپوږمۍ ځینو برخو تصاحب کول ممکن وي، پوښتنه دا ده چې آیا د هغې ګټې به نورو سره شریکې شي؟ ایا هر څوک کولای شي چې د لومړی ځل لپاره سپوږمۍ ته په رسیدو سره هغه مواد خپل ملکیت وګرځوي؟ په دې تړاو تراوسه هیڅ کومه پرېکړه نشته.

خو د نړیوالې فضایي حقوقو موسسې مشره، کای اووه سروګل په وینا، د ځمکې د بهرنۍ فضا په موافقه کې په واضح توګه بیان شوي چې هیڅ څوک نشي کولای له سپوږمۍ څخه د ترلاسه شویو توکو څښتن واوسي.

هغه دویچه ویله ته وویل: «هیڅ تشه نشته. د بهرنۍ فضا له تړون څخه یوازې په خپل سرغلط تفسیرونه شتون لري. هغه هیوادونه چې د خصوصي شرکتونو مسؤل دي یوازې باید ووایې: نه، تاسو نشئ کولای د دې سرچینو مالک شئ. که دوی دا سرچینې خپل ملکیت وګرځوي، دوی به نړویال قوانین ترپښو لاندې کړي.»

هېوادونه موافق دي چې په فضا کې مالکیت درلودل ښه مفکروه نده

په ۱۸۸۴- ۱۸۸۵ کلونو کې د برلین له کنفرانس راهیسې، کله چې اروپایی هیوادونو افریقا ویشلې وه، بشریت اوږده لاره وهلې ده. داسې انګېرل کېږي چې د سپوږمۍ استعمار په راتلونکی کې له لږ تاوترېخوالي سره تړلی وي، او نړیواله موافقه داسې ده چې په سپوږمۍ کې د خاورې تصاحب یو بد نظر دی.

سوچک وویل:« ټول غواړي فضا کشف کړي نو له همدې امله د نړیوالو همکاریو په برخه کې د عامه ګټو لپاره یوه نړیواله همکاري شتون لري.

د فضا تړون د سړې جګړې پر مهال او د سترو نړیوالو جګړو په ترڅ کې په بریالیتوب سره تصویب شو. حتی اوس، په اوکراین کې د جګړې پر سر د کړکیچ سربیره، روسي فضانوردان په نړیوال فضایي سټیشن کې د غربي فضانوردانو سره څنګ په څنګ کار کوي.اسټرالیا غواړي په سپوږمۍ کي بوټي وکري

په فضا کې تر کومه کچه همکاري دوام لرلی شي؟

په داسې حال کې چې شروګل موافق دی چې له فضايي ماموریتونو سره لوی نړیوال قدرتونه له استعمار څخه تجربه اخیستې خو هغه په ​​فضا کې د نړیوالې همکارۍ د دوام په اړه خوشبین نه دی.

که څه هم تړونونو د یوې بنسټیزې نړیوالې اجماع په رامنځته کولو کې مرسته کړې. د فضایي اکتشاف په اړه ځینې د نظر اختلافونه داسې انګېرل کېږي چې د مخنیوي وړ نه دي. د روان کال په لومړیو کې د ناسا مشر بل نلسن په یوه مرکه کې ویلي وو چې چین کولای شي یوه ورځ سپوږمۍ ته ولاړ شي اوهغه به خپله خاوره وګڼي.

چین دا ادعا په کلکه رد کړه او په فضا کې یې د سولې او غیر نظامي کولو لپاره پر خپلې ژمنې باندې ټینګار وکړ.

شروګل وویل: «کله چې په فضا او آسماني اجسامو کې ګډوډي شتون ولري، ټول فضايي قدرتونه زیانمن کیږي. همدا [په فضا کې د ګډوډۍ مفکوره] وه چې د فضایي تړون لامل شوه، هغه وخت چې فضایي ځواکونه ډاډمن نه وو چې هر یو به څنګه پرمختګ وکړي. موږ باید په دې حالت کې تېروتنه ونه کړو چې دغه مسير په دې وضعيت کې بدل کړو.»

د پوهې اوونیزه مجله