1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسټرالیا غواړي په سپوږمۍ کي بوټي وکري

۱۴۰۱ مهر ۱۵, جمعه

اسټرالیايي ساینس پوهان غواړي تر ۲۰۲۵م کاله پوري په سپوږمۍ کي نباتات و کري. د هغي پروژې مطابق چي نن د جمعې په ورځ معرفي کیږي، په دې منظور به یوه اسراییلي فضايي بیړۍ سپوږمۍ ته تخمونه انتقال کړي.

https://p.dw.com/p/4HtK7
Pflanzen wachsen auf Boden vom Mond
انځور: TYLER JONES/UF/IFAS/PA/dpa/picture alliance

لکه څنګه چي د اسټرالیا د «کوین لنډ» له پوهنتون څخه بیالوژي پوه، برېت ویلیمز څرګنده کړه، په سپومۍ کي تر کښته کیدو وروسته به د فضايي بیړۍ په منځ کي تخمونو ته اوبه ورکړل سي او د هغه د شنه کیدو او ودي علایم به تر مشاهدې لاندي راسي. د ساینس پوهانو په حواله دغه پروژه هلته د نباتاتو د کرلو، غذايي محصولاتو د تولید، طبابت او اکسیجن د تولید په لار کي«لمړنی ګام» دی او د دې پخاطر هم سرنوشت تعینونکې ده چي یوه ورځ به په سپوږمۍ کي د ژوند کولو امکان مهیا سي.

وروسته به هلته په ترتیب سره ډول ډول نباتات وکرل سي او دا به معلومه سي چي کوم نباتات د سپوږمۍ د سختو شرایطو سره ځان عیارولی او ژر حصول ورکولای سي.

ترکيه غواړي په ۲۰۲۳م کال کې پر سپوږمۍ قدم کيږدي

په لمړنیو ازمایښي بوټو کي د وښو یو اسټرالیايي نوع دی چي د ژمي پر وخت بې له اوبو څخه هم له منځه نه ځي.

د اسټرالیا د کانبیرا د ملي پوهنتون څخه کیتلین بېرت وايي چي دغه پروژه د غذايي امنیت له پاره هم مهمه ده. په خبره یې که سړی په سپوږمۍ کي یوواري د نباتاتو د کرلو سیسټم پیدا او رامنځته کړي، بیا نو سړی کولای سي، د «مځکي په هغو برخو کي چي فعلاً پکښي د نباتاتو کرل سخت دي، هم یې د کرلو امکان پیدا کړي».